The news is by your side.

لکه باران/ عبدالهادي هادي

0

څه خوږو نغمو لکه باران فضا نیولې ده
ما په ډک محفل کې د پۍ مخې خوا نیولې ده

زه غریب شبکور یمه دنیا راته تیاره ښکاري
چا راته پر لاره د خپل مخ رڼا نیولې ده

ړوند یمه له تا نه سیوا نوره نړۍ نه وینم
ټوله نړۍ ته یې، دنیا ستا ښکلا نیولې ده

وخته به مې غیږه په محفل کې له یار تاوه وه
مخه مې میراتې د پښتو حیا نیولې ده

خدایه! د بیوسه انسانانو سر ته خیر کړې ته!
بیا د وحشت وریځو د وطن هوا نیولې ده

زموږ له ښې یې وویسته دا خاوره یې په اور وسوه
څه که سره کاپر یا څڼور ملا نیولې ده

تا په بڼو ښکار دی، هادي نور د خوځیدو نه دی
اوس چې یې مرغۍ د زړه منګول کې تا نیولې ده

(Visited 24 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.