The news is by your side.

محمدشاه رنګیلا -یوه ریښتونې تاریخي کیسه

عبدالباري جهاني

0
محمدشاه رنګیلا ( یوه ریښتونې تاریخي کیسه )
په وطن د هندوستان کي یو پاچا وو
محمدشاه وو چي مشهور په رنګیلا وو
له سهاره تر ماښامه مست نشه وو
نه د ملک په حال خبر نه په خفه وو
حرم ډک وو له ښایستو ښکلیو مېرمنو
په دربار کي وو پلټن د ښکلیو نجونو
هره ورځ به تشېدله ډک خُمونه
نجونو ګرځول د سرو زرو جامونه
ډلي ډلي مطربان ورته راتلله
سریندې وې سیتارونه شرنګېدله
د کشمیر نازکي نجوني نڅېدلې
سره شراب وه چي ویالې یې بهېدلې
که قاضیان که وزیران وه رقصېدله
غوړه مال به یو تر بل مخ کي کېدله
کله کله به پاچا هم په نڅا سو
یوې ښکلي ناوکۍ ته به تر ملا سو
شور به پورته په دربار کي د واه واه سو
د مفتي له خولې به جګ ماشاءالله سو
په ښارونو کي چي هر څه تېرېدله
د پاچا تر غوږه نه ور رسېدله
څوک په جبر څوک له لوږي قتلېدله
غوړه مالو یې عرضونه پټوله
هره ورځ به وې نارې د وزیرانو
تخت او بخت دي وي دایم د مغولانو
رنګیلا ورک وو په جام او په جامو کي
شپه او ورځ وو په رنګینو لباسو کي
په دا منځ کي آوازه سوه چي خطر دی
هندوستان ته را روان یو لوی لښکر دی
د افشار نادر په نوم څوک را روان دی
فتح کړی یې ایران او خراسان دی
غوړه مالو ویل بخت چي د سلطان وي
نادر څوک دی چي خطر د هندوستان وي
محمدشاه هم په مستي کي په نڅا سو
یوې ښکلي ته نیژدې سو په خندا سو
ویل څو چي دی پاچا د هندوستان وي
خاندان چي د اکبر او شاه جهان وي
جنرالان چي راسره لکه زمریان وي
زما په نوم به سلطنت کښلی اسمان وي
احوال راغی چي نادر لاهور نیولی
هم قاضي او هم کوټوال یې دی وژلی
لاندي کړي یې ملکونه کښته پورته
را روان دی په تلوار د ډهلي لورته
پاچا وویل هنوز دی ډهلی لیري
زما لښکر به د نادر سینه کړي څیري
مګر ها! یوه خبره لا کومه
قضاوت مي درباریانو ته پرېږدمه
زما به جنګ نه وي د تورو او د زغرو
د توپونو د آسونو د لښکرو
زه جنګېږم خو لښکر به نه لرمه
له سارنګ سره د جنګ میدان ته ځمه
سارنګۍ ته ټینګېدلای نه سي زغري
په سیتار به دړي وړي کړم لښکري
زنده باد ! نارې کړې پورته وزیرانو
تندي ورین سول د لښکر د جنرالانو
هر یوه ویل قربان دي سم سلطانه
په ریشتیا یې د تیمور له خاندانه
د طاووس تخت خو له تا سره ښاییږي
نادر ستا تر قدمونو نه رسیږي
هندوستان ته چي په برخه عظمت دی
ستا د عقل ستا د فکر برکت دی
نابغه د ټول جهان او هندوستان یې
هم بابر یې هم اکبر هم شاه جهان یې
محمدشاه ته چا ونه ویل خودرایه!
په نادر ولي وطن لوټې بېځایه
نادرشاه په سارنګۍ څنګه ماتیږي؟
له لښکر سره رباب څنګه جنګیږي؟
د نادرلښکري راغلې تر کرناله
محمدشاه ایله خبر سو له خپل حاله
جنرالان او کرنیلان چي یې لرله
یا تسلیم سول یا په منډه تښتېدله
رنګیلا پخپله تاج نادر ته ورکړ
مسخره یې هم بابر او هم اکبر کړ
نادر ګډ کړل په ښارونو چپاوونه
قتل عام یې کړل زرګونه او لکونه
د ډهلي ښار او بازار یې چور تالان کړ
نه بوډا او نه ماشوم یې په امان کړ
پر پیلانو یې کړل بار زر او مالونه
غوړه مالو پکښي بایلودل سرونه
نادر لوټ کړې خزانې د مغولانو
د طاووس تخت یې هم بار کړ پر پیلانو
چي پاچا د غوړه مالو دا منلې
په خپل لاس یې خپلي نیلې پرې کولې
د ډهلي د سلطنت ملا یې کړه ماته
محمدشاه ته سارنګۍ سوله ورپاته
رنګیلا به وي عبرت د پاچاهانو
ځان دي ژغوري له نیرنګ د چاپلوسانو
چي پاچا کړی باور په غوړه مال دی
پکښي تللی یې هم تاج هم سر او مال دی.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د جولای د میاشتي شپږمه، ویرجینیا
(Visited 27 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.