The news is by your side.

مرثيې د چنارونو

کاوون طوفاني

0 115
د لوگيو سېلۍ ټپ کړ ، تنفس د سروگلونو
د تيارو پر اوږو بار شوې ، جنازې د څراغونو
پيلامه د اوږدې شپې ده ، ښار خالي له می پرستو
شفق سور په وينو ، اخلي ، فاتحې د سهارونو
بيا د چا د زوی واده دی ، پنجابۍ ډمې نڅيږي
لامذب ساقي راغلی ، شرنگ يې خيږي د جامونو
پر هر بام باندې ولاړ دی ، ترابان زنځير په لاس کې
تښتوي د ښار له سترگو ، گل اندامه د خوبونو
د لمبو غسل ته ناستې ، د گناه د کلي پېغلې
د ماتم جنډې رپيږي ، پر ويجاړو مزارونو
د خزان خړه سېلۍ ده ، د وبا په دود چليږي
پر تنکيو پاڼو کاږي ، مرثيې د چنارونو
بيا زموږ له دردآباده ، د نغمو کډې په شا شوې
پر بادي اوښانو لېږدي ، قافلې د ارمانونو .
کابل
۱۷ ـ ۳ ـ ۱۳۷۱
Leave A Reply

Your email address will not be published.