The news is by your side.

مزل

مصطفی صفا

0 121

زه د خیالونو په یرغل کې اوسم
زما حواسو څه خطا کړې ده
ما له زاریو، بېزارۍ جوړې کړې
ما له وختونو، ناوختۍ جوړې کړې
لکه غبار د خپلې ساه مخې ته باد یووړمه
ذرې ذرې غوندې راپاڅېدمه
ټولو دنیا مې په خوبونو راهواره شوله

زه مې د خپل وجود په لاره کې ذرې ذرې یم
زه مې د خپل عمر په ګوتو کې شېبې شېبې یم

وخته! له ما سره ملګری نه شې
ته! له دې هسې تېرېدلو پرته بل کمال لرې او که نه؟
ته خو په نن او په پرون او په سبا اخته یې
ته خو د ځان د بدلولو په بلا اخته یې
زه له تا پرته هم مزل کومه
په بې طرفه طرف لار وهمه
په خپل وجود کې څرخم
په خپلو ټولو اندامو کې لالهانده یمه

درده! زما له سره ونړېږه
غمه! زما په زړه کې ځاله مه کړه
نه ګورئ! نه ګورئ په ما کې ما ته!
ژوند راسره دی او زما د زړه درزاوې شمارې

وخت دومره نه دی چې زما ناوختي وزغمی شي
ژوند دومره نه چې زما ارمان په ځان کې یوسي
هسې بې وخته چېرې
ما د فکرونو په ټال مه زنګوئ
زړه مې تنها او تباه وینم پکې
ژوند مې ګناه او ګناه وینم پکې

زه د احساس په سرو لمبو کې پناه
زه د وسواس په کرونده کې راشین
ما له راحته، ستومانۍ جوړې کړې
ما له خوبونو، بې خوبۍ جوړې کړې

خوبه! له ما نه خلاصېدلی نه شې
ته! د ابهام نړۍ ته لاره باسې
ته د شعور په شا کې غوټې سپړې
ته د مرګونو له زَوذاته نه یې
ته خو د ژوند نیمه حصه یې راته
خوبه! زما لارې نیولی نه شې
زما وجود له فاصلو نه ډک دی
لکه په باد کې را الوتې چیغې
سر مې داسې انګازو نه ډک دی

زه چې په خپل ګرېوان کې وګورمه
یو داسې څه مې رګو راګډ وي
چې ما له خپله ځانه لرې ساتي
دا په نظر مې راتپلې تیاره
دا په وجود مې راپرېوتی ګوزار
دا په حواسو مې رابار زخمونه
چېرې، په کوم ډېران کې وشیندمه!؟

ما د ژوند لارې مبتذلې کړلې
ما تاریخ پای ته رسولی
ما وختونه په اوبو وړي دي
بس په یو څه پسې راوتی یمه
چې له ما ورکو زمانو وړي دي

دا دی، اوس راغلمه
اوس راغلم ورته
راغلمه هغه څه په لاس راوړمه
چې مې په ټول عمر له لاسه وتي
راغلمه هغه څه په ځان کې ورک کړم
چې د وختونو له وسواسه وتي

ما زمانې پسې غلبېلې کړلې
ما تاریخ پای ته پسې ورساوه
ما پسې ټوله دنیا هېره کړله
راغلمه دا ځلې چې؛
له ځانه، ځان پیدا کړم
له وخت نه، وخت وموم
له منډو، منډې وکړم

یو داسې غږ مې په غوږونو کې راوڅڅوئ
یو داسې خوب مې په خوبونو کې راوالوزوئ
چې لږ له ما څخه د خپلې ساه غوغا وتراشي

ما له غباره، هوا وڅنډله
ما له ثوابه، ریا وڅنډله
ما له غمونو، بې غمۍ جوړې کړې

غمه! له ما نه پټېدلی نه شې
ته خو زموږ د ورځو، شپو حاصل یې
ته خو د ژوند د اِشارو حاصل یې
ته لکه باد هرې کوڅې ته رسې
ته ان د غرونو حافظې ته رسې
ته یو قسمت یې د جهان په برخه
ته یو عبرت یې د انسان په یاد کې
غمه! له ما نه هېرېدلی نه شې

زه د بېدیا سړو سیلیو ته غزل لیکمه
زه څرخم، څرخمه
په زړه کې مې دورې وهمه
زه بس روان یمه
روان یمه
په ځان کې فاصلې وهمه

۱۳۸۹/۳/۱۴ه ل

Leave A Reply

Your email address will not be published.