تورو تیارو ته سباوون غواړمه
خپل ژوندانه لره بدلون غواړمه
قلم، کاغذ او په کتاب پسې ځم
ځمه د پوهې انقلاب پسې ځم!
د درد د څړيکو سودا نه کومه
نور ديدنونه په غلا نه کومه
ډکو جامونو د شراب پسې ځم
ځمه د پوهې انقلاب پسې ځم!
په خپلو لاسو خپل جنت جوړوم
ښکلی وطن په صداقت جوړوم
تیاره به ماته کړم، آفتاب پسې ځم
ځمه د پوهې انقلاب پسې ځم!
نور د ګناه په ځای ثواب پسې ځم
ځمه د پوهې انقلاب پسې ځم!