The news is by your side.

مینه او هنر

سرلوڅ مرادزی

0

په ازاد زړه چې په لوري د دلبر ځم
نور که مینه کې په پښو ځي زه په سر ځم
نورې لارې او کوڅې را ته ناشنا دي
په اشنا کوڅې د یار مې برابرځم
د خطر او د ضرر قصې زړې دي
ما خطر په ځان منلی په خطر ځم
که ښندنه هم د سر وي پروا نشته
زغر پر تن، توره په لاس مخ په سنګر ځم
هغه لار چې مې په خپل زړه وي ټاکلي
خورا خوښ یم چې هر وخت پرې سر په سر ځم
دلته ځای د ځانښودنې ریا نشته
د هدف په لور رهي یم په سفر ځم
د ګړنګ او د پلنګ په غم يي نه یم
په ازاد زړه که په دښته یا په غر ځم
د یار مینه دا کمال راڅخه غواړي
چې د وخت سره به یوځای په هنر ځم

(Visited 71 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.