The news is by your side.

نظم

اجمل اند

0 73
لږه تم شه! ښايي هغه ورځ به راشي
زما او ستا ورکې کوترې به پیدا شي
هېڅ بدرنګه به په ښارکې پاتې نه وي
او مجنون به موده پس له صحرا راشي
هغه ورځ چې د خومار دور به تېر وي
ملنګان به ځای، ځای ناست وي، بنګ به ډېر وي
سیند به ستا یوې خوږې خندا په څېر وي
هلکان به له ربابه راچاپېر وي
داسې ورځ چې اندېښنه به لېونتوب وي
د هر لفظ مانا به بشپړ میېنتوب وي
تر سبا به کنډولي د بنګو ویشي
تښتېدلی له ساقي څخه به خوب وي
دا دېوان به له ېوې څېرمې ګونګي وي
ښاپېرۍ به مېلمنې د غره د رود وي
د هر چا به پوره زر سندرې زده وي
او مچکه به تر ټولو وړ سرود وي
یو ميېن به ددې ټول وطن پاچا وي
په هر ګوټ کې به د حسن واکمني وي
ربابي به د دربار په منځ کې ناست وي
جلادان به ځنځیرونو کې بندي وي.
هغه ورځ به واړه ښار یوه ټپه وي
څوکیدار او پیره دار به په کې نه وي
بې ځنځیره به د هر کور دروازه وي
او جرندې به یو هېره افسانه وي
لږه تم شه ښايي هغه ورځ به راشي
زما او ستا ورکې کوترې به پیدا شي
هېڅ بدرنګه به په ښار کې پاتې نه وي
او مجنون به موده پس له صحرا راشي
Leave A Reply

Your email address will not be published.