پښتو ته ژباړه
يو څه ورک دي
چې سهار شي اوماښام شي
او ماښام شي بيا سهار شي
هم دشپي په تنسته کې
هم دورځي په بوده کې يو څه ورک دي .
***
هره خوا ورپسې گورم
په هر څه کي يې لټومه
په خپل ذهن فشار راوړم ،
په يادونو فشار راوړم
زه يې هيڅ شان نه موممه
يو څه ورک دي يو څه ورک دي ،
***
زه دورکې لالهاند يم
زه په ورکې سرگردان يم
نه يې مومم نه يې وينم
هسې ياد کې مې راځي نه !
ځان مې ځان کې يادوي نه .
دا کوچنۍ لکه ذره هم
هم کوچنوټې منظره هم
اوس له ذهنه زما تښتي
يو څه ورک دي يو څه ورک دي
***
دا پراخه هديره هم
اوس له ذهنه زما تښتي
په خپل فکر مې زور راوړم
په هر لور ورپسې گورم
نه يې بوي نه يې انځور شته
زه يې هسې لالهاند کړم
نو دا به څه وي چې اوس ورک دي ؟
چې يې گورم نه يې مومم
نو يوڅه ورک دي يو څه ورک دي .
***
خو
نن ! په لاره کې رهي وم
يو سړي په مخ کې شين شو ،
ما يې هيڅ تصور نه کړ
چې ناڅاپه يې پوښتلم
ته دکومه ملکه راغلي ؟
سملاسي مي ياد ته راغله
خپله ورکه مې پيدا کړه
نو هغه ته مي بيا ووې
نو زه ملک کله لرمه !
ما مې خپله ورکه مونده
چې دځمکې پر سر نشته
اوزه يې گورم ،ليده نه شي ،
هغه ورکه اوس شوه ورکه
ما پيدا کړه چې ده ورکه ؟
فبروري ۳ کال ۲۰۲۲