پوره نیم کال شو له ځانه یم وتلې
پوره نیم کال شو چې غږ مې رانه ورک دی
پوره نیم کال شو نغمې مې ګنهګارې
پوره نیم کال شو خوږمن زړګی مې ډک دی
پوره نیم کال شو چې بنده توتکۍ یم
وزر وټپوم تاو شم په قفس کې
مړو بڼکو ته مې وګورم حیرانه
نه مرګی وي، نه مې وي زندګي وس کې
پوره نیم کال شو په هېڅ هم نپوهېږم
نه د درد احساس شته، نه د کومې بایلې
نه پوښتنې، نه ځواب ته اندیښمنه
نه په لټه یمه زه د کومې پایلې
پوره نیم کال شو چې ورو، ورو تېږه کېږم
ان رڼې اوبه په څنګ رانه تېرېږي
پوره نیم کال شو چې ګرد یم او لوخړه
راڼه ستوري مې لمن کې نه ځلېږي
پوره نیم کال شو چې سترګې مې صحرا شوې
د یوه څاڅکي باران پکې قحطي ده
پوره نیم کال شو چوپتیا مې حجرې مړې کړې
او د څڼو نڅېدا مې دوزخي ده
پوره نیم کال شو چې هر سهار ویښېږم
لمر ته غېږ پرانېزم ګوندې بیا رڼه شم
پوره نیم کال شو چې وچې هیلې پالم
ګوندې بېرته، ګوندې بېرته زرغونه شم