The news is by your side.

هيلې

عظم الدين عليمي

0

کـلـونـــه ډېـر تـېـر شول
غـمـونــه ډېـر تـېـر شول
اغـــــــيــارو وځـــپــلــو
پــه تـحـمـيـلـي جنگونو
د افـغـانـانـو مـنـځ کــې
مـسـلـمـانـانـو منځ کــې
ورونو قومونو منځ کـې
ـ ******** ـ
تېرو وخـتـونـو کې مې
سـتـايـلـې نـه ده ښکلا
د هسکـو غـرو د جونو
يــا د ښــــارو د جـونو
ځکه چـې ويــر ژړا وه
د خـوارو خوارو خلکو
سپيرو کورونو منځ کې
ـ ******** ـ
نهيلو زړونـو کې اوس
د هــيـلـو گل ځـلـيـږي
ستوري د بخت ويښيږي
سوله وطن ته راوړي
د آزادۍ نــاوې
په هر قدم کې به يې
شيندو په مينه مينه
د گلابونو گلان
د دښتو غرونو گلان
د خوشحالۍ د نارو
او شعارونو منځ کې
ـ ******** ـ
زه به دې سترگې ستايم
تورو زلفانو سره
ای د هيواد ښاپيرۍ
ای د گلونو گيډۍ
ته به گډا کوې
ته به نڅا کوې
د هسکې ونې به دې
د اداگانو به دې
زه صفتونه کوم
د اتڼونو منځ کې
ـ ******** ـ
کلونه ډېر تېر شول
غمونه ډېر تېر شول
اغيارو وځپلو
په تحميلي جنگونو
د افغانانو منځ کې
مسلمانانو منځ کې
ورونو قومونو منځ کې
ــــــ

 

(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.