The news is by your side.

وطنه/ سید عبیدالله

0

نه د تـــقریر، نه دي تحــریر، نه د تد بیــر لرې څــوک

اهل تقریر چیرته دي اوس، نکته دانان دي څه شـول

چی خــــطابي کی به یی، خپي د استــعمار لرزیدی

آخوله ور، آســـخنور، آ سخـــندان دي، څــــه شــول

په معیـــارونو د تقریر چی یی، وینا وه، جــــــوړه

نکــته دانان، نکـته فـهمان، او ادیبان دي څــه شول

چی دا خـيرن ضمـیر باطن مو، په وینـا کړي روښان

په رمــوزاتو باندی پوی، صــاحبدلان دي څـه شول

چی د مـحفل یاران په جـوش او په خــروش راولي

د معرفت په ډیوی، سوی پتنـــــــــګان دي څه شول

چی انګــازی دعلم وفن یی، په دنیا وي خـــــــــورې

په معرفت باندی سمــــــبال، دانشوران دي څه شول

په علــــمیت او فـضــیلت چـی یــــی، جــهان نازیده

د سیـد جمال په څیر رښتیني، عـــالمان دي څه شول

تل بیــماران چی په کــړاو کی، د وطــن وو هــغوی

د سید حسن په څیر دردمنه، غمخواران دي څه شول

چی د وطــن په غم یی تل ژړا شیــــــون وو، شـــعار

چی د په قــدر پوهیـدل، آ قـــدر دان دي څـــه شول

په شـــهامـــت چــی یی ډاډه ول، دخــــوارانو زړونه

لکه اکبر غـوندی نیــــازبین، شــهریارن دي څــه شول

چی یی تکـــل وو، چی لکۍ د استـــعمار غوڅه کړي

د ایوب خان په څیر زړور، شهسـواران دي څـه شـول

چی په کلــنو تری نه ایره کړه، په خـــوب کی غــلیم

د ملا مشک او میر بچه غوندی، غازیان دي څه شول

محمد جان خان، ميرزمان خان چی ول غازیان درمان

د شهـامت شــمله داران، ښــکلی خـانان دي څه شول

چی د پرهــر او د زخـــمو، دي وو، عــــلاج ورســـــره

اهل درمــان دي چیرته دي، آطبــيبان دي څـــه شــول

چی ترګــونډو لاندی، هـــوی، او خـــپل هـوس راولي

هوی د نـفس باندی غــالب، پهــــلوانان دي، څه شول

چــــی د نازو بارونه یــی وړل، د مــحـــــبت په اوږو

هغــه درمن په زړه خـوږمن، مــهربانان دي څه شــول

چـــی د یارۍ او یارانــــۍ په لار، له ســـره ول تیـــر

د یارانۍ په دود خــبره، آشـــنایان دي، څــه شــــول

له باغ وبڼه، کــوچـــیدلی خـــوش الحـــانه مــــارغان

په ګلـستان څــه پریوتل، عـندلیبان دي، څــه شـــول

(Visited 5 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.