The news is by your side.

وطنه/ محمد یعقوب مجددی

0

صرف د وطن میینانو ته

ستا په فراق کښی چه لمبه لمبه شوم
وطنه ته د هر محبوب نه محبوب
قسم چه د شاړو هر یو اغزی
ما ته د هر ګلشن د ګل نه مرغوب
وطنه ستا د شین اسمان نه لوګی
وطنه ستا د کهکشان نه لوګی
وطنه ستا هر یو شهید ته سلام
ستا هر ملاله هر ناهید ته سلام
د ابدالی د عزت کور وطنه
د غزنوی د همت ګور وطنه
وطنه زه قربان له تا وطنه
ای د میرویس زما د ابا وطنه

د مولوي د عشق زادګاه وطنه

وطنه خاوره دې کېمیا وطنه
د سید جمال او نجم الدین وطنه
په تا شهید شمه د دین وطنه

محمد یعقوب مجددی

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.