The news is by your side.

پردۍ پاچهي

عبدالباري جهاني

0

یو چغال وو د رنګرېز خُم ته لوېدلی
له یوه خُمه وو بل ته غورځېدلی

یو څه سور یو څه زرغون یو څه لا شین سو
له غوږونو تر لکۍ پوري رنګین سو

په ځغستا ولاړی ځنګله ته سو دننه
کنه روح یې وو الوتی له بدنه

په ځنګله کي چي وو هر حیوان لیدلی
چا له ډاره وه ځغستلي څوک سو غلی

پړانګ او ایږ چي به یې ځنګ ته تېرېدله
هم چغال ته هم یې یو بل ته کتله

د چغال پر لور چا نه سو ورکتلای
چا له ډاره ورته سپوڼ نه سو وهلای

چي زمري له لیري ولید په ځغستا سو
چغال وکتله ځانته په خندا سو

په هغه ورځ په ځنګله کي آوازه سوه
ځناور سول په خبر یوه ناره سوه

چي راغلی زموږ ځنګله ته ځناور دی
په وجود وړوکی ښکاري زورور دی

له سږمو څخه تر پښو پوري رنګین دی
هر وېښته یې د طلا په څېر زرین دی

بېخبره چي ځنګله ته دی راغلی
یا پاچا یا شهزاده به وي ښاغلی

په جرګه د حیوانانو کي ناره سوه
د چغال پر پاچهي سلا یوه سوه

لمر لا نه وو پر اسمان باندي لوېدلی
چي چغال یې بیا پر تخت وو کښېنولی

ده چي وکتله خپل ځانته حیران سو
ګیدړ سمدستي پر څنګ ورته ګویان سو

ته پاچا یې مبارک دي پاچهي سه
تاج پر سر که د خپل بخت پر لور رهي سه

دلته پوهه تمیز نسته دا ځنګل دی
د طالع تاج دي پر سر سو خدای دي مل دی

نه په داړو نه منګولو زورور یې
نه په پلار او په نیکه تر چا بهتر یې

په ځنګله کي اتفاق نسته چي یو سي
نه سپی غاپي نه پشو سته چي یې میو سي

شاوخوا چي دلته اوسي حیوانان دي
چي هر څوک یې سي پاچا دوی غلامان دي

شنه زمري وي اوربز ایښی پر خپړو
ایږ او پړانګ به وي پراته سر پر څپړو

چي پر پوست لرې دا سره او شنه رنګونه
چلوه په ځناورو کي حکمونه

هم په ټولو کي غښتلی هم هوښیار یې
د زمریانو د پړانګانو به بادار یې

له سهاره تر ماښامه درته ځير یم
په ځنګله کي ته پاچا زه دي وزیر یم

پام کوه که انګولا درڅخه وسي
خپلي غوښي به دي سمدستي په خوله سي

که څوک پوه سول چي چغال یې پاچا نه یې
په هغه ګړي ژوندی پر دنیا نه یې

ګیدړ خان لکه غویی په غوښو بار سو
په دریو ورځو کي د خوګ په څېر تیار سو

ځناورو به نیولې لويي لاري
چي ګیدړ ته کړي پیدا غوښي تیاري

نه پاچا سو په دربار کي چا لیدلای
نه د ده بې اجازې سو څوک ورتللای

په ځنګله کي پاچهي د ګیدړ خان وه
که زمری وو که لېوه ټول نوکران وه

چي لومړۍ شپه سوه پخه او انګولا سوه
د چرګانو سوې نارې د سپو غپا سوه

د چغال پاچا پر کور باندي ناورین سو
کرۍ شپه یې کړه خوله بنده زړه یې شین سو

شپه سوه تېره پر ځنګله باندي سهار سو
د چغال پاچا په مخ کي جوړ دربار سو

له درباره څخه لیري پروت زمری وو
پټ په زړه کي وو خفه ورو یې غړومبی وو

ګیدړ دوه چرګان حاضر کړل پړسېدلي
د چغال مخته یې کښېښودل پرېولي

خو چغال په زړه ناروغ وو فکر وړی
ښکارېدی له ډېره غمه لکه مړی

ګیدړ خان کړل ورته وړاندي څو عرضونه
د ځنګله د هر حیوان شکایتونه

چي د شپې د چغالانو انګولا سوه
د چغال پاچا په زړه ګډه غوغا سوه

هغه شپه یې هم ځان ټینګ کړ تر سهاره
خو سهار نه سوای ور تللای تر درباره

ډېر ناروغ وو کرۍ شپه یې وه وهلې
انګولا یې وه په ستوني کي نیولې

د پاچا وکیل ګیدړ وکړل حکمونه
پر ځنګله یې چلول چپه امرونه

ګیدړ ږغ کړل چي پاچا ته دعا وکړی
په دعا یې د دوستانو زړونه ښه کړی

هغه ورځ سوه ټوله تېره په دعاوو
د دروغو په زاریو په ژړاوو

چي بیا شپه سوه د ځنګله پر حیوانانو
انګولا سوه د لېوانو چغالانو

چغال ځان وو په بړستنو کي پېچلی
د ګیدړ په مشوره ستونی نیولی

یو څو شپې یې ټینګه کړې انګولا وه
هم ناروغ سو هم یې بنده اشتها وه

چي په نس کي انګولا یې وه ساتلې
کرۍ ورځ به یې کولمې را تاوېدلې

نور د خپل وجود دښمن نه سوای کېدلای
تر قیامته یې ځان نه سوای ټینګولای

خو آخر یې غاړه سمه کړه غوغا ته
له یارانو سره ګډي انګولا ته

یوه مسته انګولا یې کړه آغازه
ټول ځنګل یې کړ خبر له خپله رازه

ورته پام یې سو په څنګ کي د زمریانو
د پړانګانو، شرمښانو د ایږانو

هم زمري هم پړانګ او شرمښ پر حمله کړه
د چغال د پاچهی ډېوه یې مړه کړه

که چغال هر څه زارۍ ورته کولې
پړانګ او شرمښ یې څرمني څيرولې

په رنګونو که هر څو سړی پټیږي
یوه ورځ به یې خپل اصل معلومیږي

چغالان به انګولا کوي د خپلو
تر قیامته نه وي ځان د پټولو

تل پاچا وي چي د خدای باندي پېرزوی وي
او کنه نه « پردی کټ تر نیمو شپو وي »

عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۰ کال د فبروري شپاړسمه، ویرجینیا

(Visited 63 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.