The news is by your side.

په زړه سوری

عزت الله ځواب

0

چې سوې سوې چغې کړي ځواب په زړه سوری
حسينو ظالمانو کړو؛ خراب په زړه سوری!
ملنګ ته د يو ښکلي غنمرنګ هلک ډالۍ ده!
په لاس کې يې نيولې دی ګلاب په زړه سوری
رقيبه ته به هم په کبرجنو باندې پېښ شې! 
ته هم به شې زما غوندې کباب په زړه سوری!
دا خلک ډېر بې ننګه بې غېرته نه دي څه دي؟
قلم په کې ژړلي دي، کتاب په زړه سوری!
چاودنه په جومات کې د جمعې لمانځه کې وشوه!
ملا په وينو لژند شو؛ محراب په زړه سوری!
ملګري مې جونګړه کې راټول دي ورته ناست يوو
منګي سره مزه کوي؛ رباب په زړه سوری!

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.