The news is by your side.

چا راته وې چې پسرلی راځي!!!/ فاروق فردا

0

چا راته وې چې پسرلی راځي!!!
ماته را وګوره چې،
دساړه ژمي،
دسړه خندو زګېروو،
پر وچو ستونو ستا د سترګو د خنداوو فصل بیا وکرم.
ته به زما د سېوري پل وڅاري
او زه د غره له سره،
دمازیګر د کولیدلي تار او ستن سره بلۍ باندې به ،
ستا دنظرپر لمندارې کمیسه «خامک» کړم…،
دماښامونو ستوري،
ستا د راتلو دانتظار دشېبو،
خواږه خواږه خالونه هم به پکښې وټومبمه.

په ګډه وبه بولو،
ځانته په سېوریو پټه شوې مینه،
زه د منګولو له نکریزو به یې سا ورکړمه سترګو ته مې،
او په رګو کې مې د اوښکو د خنداوو څاڅکي وځغلووم.
دتا نظر به مې کړي وترې د لېمو شدیاري
او ټوکوي پکښې انځور دې د ګېبي کامونو،
زه به کړم هېرې له کړکۍ نه د سړو خنداوو،
دلګېدلو غشو،
د پرهرونو د ژړاوو ساندې،
ته به پر څڼو کې دې وځړوې،
زما د هیلود رڼاوو شنه نیمزالي وږي.
چا راته وې چې پسرلی راځي او،
دپسرلي د هرکلي د پاره،
دا ځل لېمې ورته پر لار غوړوو،
او کوربانه به یې وي زړونه زموږ.

(Visited 154 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.