The news is by your side.

چیغی وهی../ محمد یعقوب

0

زخمی زړګی می فریادی د دیدار چیغی وهی
دغه بسمل مارغه د یار او دیار چیغی وهی

اوس په سلګو په درزیدو ده هسی نه چه مړه شی
مسیحه راشه خدای لپاره بیمار چیغی وهی.

زاهده عشق و خو تا ته انالحق ښکاریده
د بی ګناه منصور په حق باندی دار چیغی وهی

زما ظاهری خندا دلیل د بی غمی خو نشی.
زړګی یی ډک دی له سرو وینو انار چیغی وهی.

وایی تر څو به زه زنګیږم د منکر په سینه.
توبی د حال په ژبه سر کړی زنار چیغی وهی

چه سمسور باغ یی تالا کیږی د خزان په سموم
بلبل د غم نغمی شروع کړی مالیار چیغی وهی

هاغه سرسامه چه تاویږی د شهید له قبره
افغانه پیغله د خپل ورور په مزار چیغی وهی.

نسل خلیل ته له سره اوره ویریدل څه پکار
د ابراهیم په حقیقت باندی نار چیغی وی.

چه د وطن په محبت کښی سرو لمبو کی سوزی
دا فاروقی دی چه بی صبر او قرار چیغی وهی

(Visited 23 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.