د خپل مینځي جنــــــګونو نه وروسته اګرکه ډیر کلونه مخکي وییل شوي خو د نن ورځي د حالاتوسره اړخ لګوي ،
ستا د ظلمـــــونو ، افســـــــاني ختمي شوي
په دي ملـــــــت تیاره دورې ، ختمي شوي
چي تا د وینو ډک جـــــــامونه ، څښــــــل
هــغه خمــونه ، او میخاني ، ختمـــي شوي
چي فیصـــــلي ته به دې ، سر نه ایښــــود
هغه وختونه او بهــــانې ، ختمــــــي شوي
ســـــــــاز د قدرت به دي په خیــال غږیده
دا ستا ســازونه او ترانې ، ختمــــي شوي
چي خوشحالۍ ته د غلام به غلامی ، منله
دا بی ننګئ او بیشــرمئ ختمــــــــي شوي
اوس نو نور ګــــرځه په غرو رغو آواره
دا ستا غرور او ستا نخرې ، ختمي شو ي
سید عبیدالله نادر