The news is by your side.

ګلې

اکبر بری

0

لکه چي زړه د تاندي پیغلي په لومړۍ مچکه

داسي مي زړه په تاو درزیږي ستا لیدو ته ګلې

لکه د بلاربو وریځو لورته جل وهلې دښته

په دومره تنده دي لار څارمه راتلو ته ګلې

لکه چي شونډي د مفلس شرابي سرو میو ته

داسي مي شونډي نن تپیږي مچیدو ته ګلې

ګلې قربان دي شمه ګرانې ګلې ګرانې ګلې

راشه چي بیا مي شي د ژوند شاړي ودانې ګلی

(Visited 63 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.