ياد
يو وخت ډيره وم ماشومه
يوچا درد درد يادولو
مابه ځان سره سوچ وکړو
چي هغه به مي ليدلو
يو زوړ وچ لرګي پشانتي
په کوڅو به ګرځيدلو
چاويل چي ليونی دی
هرچاخپل له څنګ شړلو
نه څښاک نه يي خوراک ول
بس يو ذکر يي کولو
هغه زما ده هغه زما ده
مايي هر غږاوريدلو
زه به چوپه خوله ولاړه
په حيرت به مي کتلو
يوه تړمې شانتي اوښکه به يي
سترګو نه شوه تويه
زه به بياهم نشوم پويه
بس خاموشه شانتي ستونی
به يي ورور وروغوړمبيده
دي په ځان نه پوهيده
خوښۍ هم ترې مروره
نه يې مور نه يي درګاه وه
بس دنيا يي يو بيديا وه
يو معصومه شان څيره
به يي په هرې خواکړه تيره
خو هغه بی نکړه هيره
مودي تيري شوي کوڅو کي ليونی هم
لکه هسي يو عبث وجود
دوخت بادونو يووړ
ماشومتوب زما راځوان شو
اوبدل د ژوند دوران شو
ټول خټين کورونه پرانيستل پاخه شول
دهغه ليوني نښې هم شوي ورکې
چي وهل به يي تل کوکې
اوس نو هغه خلک نشته
چي خاموش مازديګري کي به مسجد ته ور روان ول
ليوني ته به حيران ول
اوس هغه وختونه تير ول چي ملنګ به زمزمه کړه
بيا به ټولو نذرانه کړه
دماښام نژدې يو وخت کي
ماشومانو به ناره کړه
نور به ټولو ننداره کړه
جينکو به ټيکلي له تناره نه راشکولي
يو اوبل ته بي ويشلې
پيغلو ګڼ غټ څادرونه په سرونو تل ساتل
هيڅ پردو به نه ليدل
دځوانانو به خيالونه په قلم او په وطن ول
ځيني ځيني به مين ول
وخته ستا زاړو يادونو کې که درد دی هم سکون دی
دا ژوند څه رنګ زړه چاودون دی
هو هغه د ليوني کيسه هم سر نه راتازه شوه
چي دزړه بله ډيوه شوه
داځل هغه ليونی وجود بدل و
هغه نه و خو هغه وه
نامالومه څه کيسه و
داځل بيا ډکه ليمه وه
داځل بيا وجود ټپي و
داځل بيانوې ټپه وه
جانان له مانه خبر نه دی
زه يي دعا کې ځان نه مخکې يادومه
هو داځل بياهغه جمله وه
دا دنيا واړه دستا ده
هغه زما ده هغه زما ده