The news is by your side.

یـو کـور

محمد يوسف خدمتګار

0

چې د ښکلـو د دربـار خاورې پــه سـر شــوم
هــلـه زه د خپـل ژونـدون په حال خـبـر شـوم
د لـمــر مخـې مـخ چـې څـــــو را مخــامـخ ؤ
زه پـه مـخ د هـغـې سـم لکـه د لــمـر شـوم
د وصال شـپـه مې تـورتـم شـوه مـخ يي واړؤ
ځـکـه لـــــټـه کـې د ســتـوري د سـهــرشـوم
دغـرورښاخ مې رامات شـو په ځان پـوه شـوم
د نـفـاق پــه لار چـې کــلــه بــرابــر شـــوم
اوس مې واک د خپل کاله په لاس کې نه شته
پـه لـوي کـورکې شوم کډوال کډه په سر شـوم
خــد مـتـګاره پـه مـا هـسې کــانـې وشــوې
بې خبرۍ نه په یو کور کې لر او بر شوم

(Visited 39 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.