چي بې وزره دي قدم ته درختلی یمه
زه په لمبو کي د پتنګ میني منلی یمه
اوس به مي ستا پر کوڅه سمه جنازه تېرېږي
چي د رقیب په وینو سره توره راغلی یمه
ما دي د میني سوداګر له کوڅې وشړله
اوس د سیالانو په ټولۍ کي مي ښاغلی یمه
زما څخه مه غواړه غزل د پسرلي د نسیم
زه د ازل ښکاري خزان پر زړه ویشتلی یمه
اوس به د چا په سترګو وینم د وصال خوبونه
لکه منصور زه دي په خپل نامه بللی یمه
د وخت پر شونډو به زنګېږي زما تڼاکي غزل
چي په اغزیو د جنون دي نازولی یمه
جهاني زه هم لکه شمع سوځېدل مي زده دي
.په دې پانوس کي نصیب زر ځله منلی یمه
(Visited 33 times, 1 visits today)