The news is by your side.

دلته په چټاکۍ کې کامیابي شته- طنز

0

 کاندیدان د ارګ دپنیر په چکۍ بیا کله مړیږي

لس تنه لکه زنګولې په یوه ګوډ خره  ځړیږي

ښه سړی په اسانه مسانه کله واکمن کیږي

 دا ډیموکراسي  په وطني  چټاکۍ ښه چلیږي

غله غله دي دوطن ټول کاندیدان غله دي

چې سم غل نه وي ور سره ناوکۍ کله ودیږي

 هر یو د لویې ادې په څیري زړوکي جیب ځړیږي

 د  یوه د وطن دمور په بخچکۍ سترګي کله مړیږي

هغوی سپوږمۍتر لمره ښه بولي چې تیاره کې راخیږي

بی لمره داوطن کله د سپوږمکۍ په ړنا شین کیږي

 

(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.