The news is by your side.

د مچانو شورا

لیکوال: رحمت شاه فراز

0

د شورا منشي ښاغلی بُن بُن:

((ښاغلو او آغلو مونسټرانو او مشرانو زموږ د نن ورځې د شورا ایجنډا د روان کړکېچن حالت لپاره حل لارې پیدا کول او په اینآنانو د راغلي آفت له کبله په روانو ستونزو، د خوراکي توکو د کمښت پر مسئلې او په دې بحراني وضعیت کې له خپل ولس سره د دولت له لوري د مرستو او ملاتړ په څرنګوالي بحث کوو. د تل په څېر به تاسو ټول مونسټران، مشران او کارپوهان د هېواد ستونزې، وړاندیزونه او حل لارې وړاندیز کوئ او په پای کې به جلالتمآب ولسمشر ښاغلی «بُن چُن مُن» خپله طرحه او کړنلاره په ډاګه کوي. پیل د خوړو او لومړنیو اړتیاوو مونسټر «سُن سُن» څخه کوو.))

ښاغلی ((سُن سُن)) په څوکۍ کې را وړاندې شو او ویې ویل:

– قدرمن ولسمشره، د دې کرونا له امله تر ټولو لویه ستونزه دا ده چې اینآنان له کورونو څخه نه وځي. د دوی کارونه نشته. هر څه تړلي دي. هوټلونه، چای خونې، آیسکریم خونې. خلک په هر څه کې بس یوه ګزاره کوي؛ اضافي خواړه دباندې نه غورځوي، کاسې یې په ژبو داسې څټلي وي چې مینځلو ته یې هم اړتیا نه پاتې کېږي. په داسې یو وضعیت کې زموږ تر ټولو لویه ستونزه خواړه دي. له موږ نه هم لاره ورکه ده، له تاسو غواړم چې په دې اړه جدي اقدام وکړئ.

د شورا له وروستۍ برخې څخه یو بل مونسټر ښاغلی ((نُن ګُن)) په جدي انداز کې پاڅېد او د نیوکې په ډول وویل:

– ولې دولت ورسره مرسته نه ده کړې؟ دا یوازې له خپل مسؤلیت څخه د ځان ویستلو بانې دي.

– کوم دولت کومه مرسته؟ ولسمشر صاحب، څلور کیلو غنم یې په پلاستیکي کڅوړو کې ورته اچولي وو. ځینو خو لا تر کوره ونه شو رسولی، په لاره کې يې لا کڅوړې غار شوې؛ او چا چې کور ته ورسول، هغوی د نظر وچ لپاره په کوټو کې را ځوړند کړي، هماغه ته ګوري او خپله لوږه ورباندې ختموي، ځکه دومره غنم خو په ژرنده کې هم نه اوړه کېږي.

د ولسمشر د ((سُن سُن)) ځواب خوښ شو او د ستاینې په سترګو یې ورته وکتل.

د شورا منشي یو ځل بیا خبرو ته را مخکې شو: د کورنیو چارو د مونسټر ((هون هون)) نوبت دی.

د یوه لوی مفکر په ډول ناست ښاغلی ((هون هون)) په څوکۍ کې نېغ شو:

– د خوړو په اړه هغه ټکی چې زه ورته ډېر خوشبین یم، هغه په دې وروستیو کې د اینآنانو د ولسمشر له خوا هر کور ته د شپږ شپږ پخو ډوډیو ورکړه ده. په دې ډول موږ کولای شو چې د خپلو خوړو غمه په هماغه نانوایانو کې وخورو چېرته چې دا ډوډۍ پخېږي.

د بهرنیو چارو د مونسټر ویاندې آغلې ((فُن فُن)) خپل زوی خپلې سینې ته ور جوخت کړ او په چیغه یې وویل:

– ښاغلي ((هون هون)) ته په ډېر احترام… خو ولسمشره، کوم اوړه چې دولت دې نانوایانو ته ورکړي، هغه هېڅ خوړلو ته جوړ نه دي. پرون مې خپل زوی ته ورکړي وو، تر اوسه پورې يې معده خرابه ده. بله دا چې د نانوایانو کسان په اوړو کې خمیره هم ډېره زیاته ګډوي. موږ هېڅکله دا خطر نه شو منلی.

د ((فُن فُن)) زوی خپلې مور ته ورو وویل:

– مورې هاغه (منشي ته په اشاره) ولې تاسې ته مونسټر مونسټر وایي؟

– زویه، هغه سره رنګي اینآنان دي لیدلي، هغوی مونسټر لویې بلا ته وايي. خو دلته بیا هغه چاته وايي چې د نورو ټولو سترګې ورختلې وي.

– مورې…

((بُن بُن)) د شورا د نظم ساتلو په موخه په جدي انداز وویل: له بې مورده خبرو تېر شئ.

((فُن فُن)) خپل زوی ته د چوپ کېناستو لپاره په خوله ګوته کېښوده.

دا ځل د بهرنیو چارو مونسټر ((موهن هون)) مایک پخپلو لاسونو کې ونیو:

– زموږ بخت کوټه دی. زموږ د ګاونډیو هېوادونو له سلطنتونو څخه را پورونه راغلي چې هلته خوراکي توکي له پخوا زیات شوي. هلته دولت هغوی ته کورونو ته خواړه ور رسوي. په دې ډول هغوی د خوړو له کمښت سره نه دي مخ.

د ((موهن هون)) په خبرو د ولسمشر سترګې وځلېدې.

د اطلاعاتو او کلتور مونسټر ((عُن عُن)) وویل:

– دا اینآنان چې په موږ یې د «مچ» نوم ایښی؟….

خواته ناست مونسټر په خندا وویل:

– هو، دوی خپل یوه بل کار ته هم ((مچ کول)) وايي! یو ځل یوه غټ سري یوه ماشوم ته ویل چې راشه مچ دې کړم؟ زه حیرانه پاتې وم چې دا به اوس څنګه له دې ماشوم نه مچ جوړوي؟ دا غټ سری ور نږدې شو او د ماشوم په تندي یې شونډې کېښودې؛ ماشوم هم چې لږ مخکې کرارېده نه، وار له مخه په خندا شو. هله پوه شوم چې دوی خو دې ته ((مچ کول)) وايي؟

((عُن عُن)) یې د خبرو په تائید وویل:

– هو! دغه غټ سري ته دوی پلار وايي؟ یعنې هغه څوک چې په یوه کورنۍ کې تر ټولو زیات ((په لار)) وي!

د ((فُن فُن)) زوی بیا چوپتیا ماته کړه:

– مورې مورې، ته هم ما مچ کړه چې وخاندم.

منشي بیا په لوړ غږ وویل:

– دا بېځایه خبرې پرېږدئ. اصلي موضوع ته راشئ. د دوی په خبرو پسې سر مه ګرځوئ، دوی داسې داسې خبرې لري که ورباندې پوه شوئ، ټول عمر به مو سر ګرځي…. ښه نو، که د ټولو خبرې پای ته رسېدلي وي، د جلالتمآب ولسمشر حوصله بښونکي وینا ته غوږ کېږو.

ولسمشر پخپله رڼه ککرۍ لاس وموښه او ستونی یې پاک کړ:

– ستاسو ټولو خبرې مې واورېدې. په تاسو کې د ځینو هڅه دا ده چې ستونزې جوړې کړئ. او ځینو هڅه کړې چې دې ستونزو ته یوه حل لاره پیدا کړي. ټولو ستونزو او وړاندیزونو ته په کتلو زه دې پرېکړې ته ورسېدلم چې له نن څخه وروسته به تاسو له خپلو کورونو څخه نه راوځئ ځکه د هېواد تکړه ډاکټر همدا اوس یو راپور تر ما را ورساوه چې دا اینآنان غواړي د کرونا ضد درمل په ټول هېواد کې وپاشي چې زموږ ژوند ته ستر ګواښ پېښولی شي.

ولسمشر لنډه شېبه غلی شو. د شورا ټولو غړو ته یې وکتل. سرونه یې ښکته اچولي وو.

– د خوړو د مسئلې د حل لپاره مې له ګاونډیو سلطنتونو سره خبرې کړې، په څو ورځو کې به مرستې را ورسېږي او د هوايي ځواکونو له لوري به یې د خپل ولس هر هر کور ته رسوو. او په دې ډول به ټول د خوړو او د امنیت له ګواښ څخه خوندي پاتې وي.

څټک ته یې ټک ورکړ: شورا پای ته رسېږي.

– مورې، دې شورا ته شورا ولې وايي؟

– زویه، شورا له شوروا څخه اخیستل شوی؛ د شورا له ختمېدو وروسته موږ ټولو ته شوروا راکول کېږي؛ هله راځه، چې رانه ختمه نه شي.

د پاچا د اغېزمنې وینا له اورېدلو وروسته د شورا ټولو غړو چیغې کړې:

– ژوندی دې وي ((بُن چُن مُن))!

– ژوندی دې وي زموږ ولسمشر!

(Visited 26 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.