The news is by your side.

د چونګوښو آچار (طنز)/ ليکوال: عبدالنافع همت

0

۱: سوسياليستي برېتونه

۲: جهادي معده

۳: د مقاومت کولنګ

۴: د موچي تار

۵: ډيموکراټيک پرتوګ

۶: د جنسي تېري ضد ډال

۷: د چونګوښي آچار.

اثار په يوه مجلل تالار کي د لیلام لپاره پر يوه لوی مېز ايښودل سوي او حاجي غټ ماما د مېز پر سر ولاړ و. مخ ته يې مېلمانه پر چوکيو ناست او د شا په قطار کي خبريالان ولاړ ول. د دې اثارو رانيولو لپاره ګڼ شمېر سياستوال او تاريخي اثارو مينه وال راغلي ول. د پلچرخي له زندان څخه يو شمېر مشهور غله او جنايتکاران هم په ضمانت راوستل سوي ول، په مېلمنو کي بهرني مېلمانه هم ول چي ډېری يې ښځي وې.

حاجي غټ ماما په داسي حال کي چي پرتوګاښ يې تر لمن يوه لوېشت راوتلی و، مايکروفون راپور ته کړ او په جګ اواز يې وويل: درنو مېلمنو، آغلو او ښاغلو! ليلام پيل کېږي، زه هر جنس راپورته کوم او ځانګړتياوي يې درته وايم، زما شاته پر لويه پرده يې انځور هم ښه لوی او روښانه لیدلای سئ. بیا يې يوه وچه کلکه کڅوړه راپورته کړه، خوله يې ويړه کړه او په جګ اواز يې وويل: ها دا دی وګورئ! دا د يوه مرحوم جهادي مشر وچه معده ده. که څه هم په ظاهره يوه لوېشت ښکاري، خو په حقيقت کي تر ارام سمندر هم لویه او ژوره ده. دا معده خورا ډېر کمالونه لري، يو کمال يې دا دی چي هيڅ نه ډکېږي. که د ټول افغانستان کورونه، ځمکي، موټرونه او ټولي نړۍ ډالر ورواچول سي، نو ګرسره پکي معلومېږي هم نه. بل کمال يې دا دی چي د ايکسرې شعاع نه ځني تېرېږي، دې مرحوم رهبر په ژوند کي څو واره اروپا او امريکا ته تارياک پکښي تېر کړي دي. دا معده د قاچاقو لپاره ډېره ښه ده، د افغانستان ټول تاریاک په يوه وار پکښي قاچاق کېدای سي، بيه يې يو ميليارډ امريکايي ډالره ده.

يوه بهرني لاس پورته کړ، ويل زه يې رانیسم، ورپسې نورو مېلمنو بيې لوړي کړې، دوه ميليارډه، درې ميليارډه، څلور ميلیارډه… لس میليارډه. یو سړی چي وچ مغزی او نرۍ کږه پزه يې درلوده، برګ دسمال يې په غاړه کي اچولی و، په قهر له ځایه پورته سو: (( دا اثر د چا پلار هم نه سي رانيولای، موږ جهاد او مقاومت کړی دی، دا معده هم زموږ حق دی، زه چا ته اجازه نه ورکوم چي بیه يې نوره لوړه کړي، زه يې رانيسم)). له دې سره سم يې ورمنډه کړه او معده يې ژر په پکول کي واچول او بيرته راغی پر خپل ځای کښېناست. په دې وخت کي يوه بل نري پزي ځوان چيغه کړه: ناره تکبير! خو هيچا سپوڼ هم و نه واهه، يوازي د شا په صف کي يوه سړي کرار وويل: باوووو!

وروسته حاجي غټ ماما يو څيري او سوری سوری پرتوګ راپورته کړ، په جګ اواز يې وويل: ها دا دی وګورئ! دا پرتوګ ډېر زوړ او شوړېدلی دی او پرتوګاښ پر ځای کشک وراچول سوی دی، خو که له کمالونو يې خبر سئ، نو د ايمان په بيه به يې هم رانيسئ. دا ډيموکراټيک پرتوګ دی چي څو زره کاله لرغونتوب لري، له لرغوني يونان څخه راوړل سوی دی. يو کمال يې دا دی که دا پرتوګ مو اغوستی وي، بيا که هر څومره ډېر جنايتونه وکړئ، نو د خلکو زړه ته نه لوېږي، عام خلک فکر کوي چي تاسي جنایت نه، بلکي عبادت کوئ، ستاسي ټول بد کارونه ورته عالمانه او يوه ستره فلسفه ښکاري، که چا دا پرتوګ اغوستی وي، نو د دنيا هیڅ يو قانون او محکمه يې نه سي محاکمه کولای. بل کمال يې دا دی چي سونډ پروف دی، هر چا چي واغوست بېغمه دي يې ولي، ملت يې نه اوري او نه يې بد بوی احساس کولای سي. دا کميس يوازي په افغانستان کي لسګونو وزيرانو، سلګونو والیانو او زرګونو رئيسانو اغوستی دی، ډېره ښه نتيجه يې ورکړې ده، د سياستوالو لپاره ډېر ګټور دی. څرنګه چي دا پرتوګ میلیارډونه پيسې ګټلای سي، نو بيه يې په لس ميلیارډه ډالره پيل کوو.

د کابل بانک يو په ونه ټيټ او بيلر غوندي سړي له لاس پورته کولو سره سم د سټيج خوا ته منډه کړه، په لاره کي يې داسي نارې وهلې: (( دا پرتوګ زما دی، اول ما اغوستی دی، دا زما حق دی، ولاکه يو سينټ لا ورکم…)). د حاجي غټ ماما له لاسه يې پرتوګ کش کړ او ژر ژر يې پر خپل کڅوړه پتلون سربېره واغوست! له دې سره سم ټولو مېلمنو په يوه اواز چيغې کړې: (( هو تاسي رښتيا واياست، دا پرتوګ ستاسي حق دی، تاسي يو سپېڅلی انسان ياست، کابل بانک بل چا چور کړ، پر تاسي ناحقه د غلا تور پوري سوی دی. بايد تاسي ته دا پرتوګ وړيا درکړل سي)). تالار د خلکو چکچکو، شپېلکيو او شور پر سر واخيست. حاجي غټ ماما په لکه غاړه او وياړ سره وويل: (( ګورئ زه رښتیا وايم، د دې پرتوګ کمال مو وليد که نه؟ دې سړي چي پرتوګ واغوست اوس يې څوک بيخي پېژني نه چي دا د کابل بانک غل دی. زه باور لرم چي دا ښاغلی به له دې ځايه پلچرخي زندان ته نه، بلکي سيده به ارګ ته ځي)). د مخ په لیکه يو لوېشتکی او پنډوګی سړی چي ګيل ماله کړې لنګوټه يې تړلې وه، په ماته ګوډه پښتو چيغه کړه: ژوندۍ دي وی ډيموکراسي، تل دي وي د افغانستان خپلواکي … په دې وخت کي د غونډي برخه والو يو بل ته په حيرانۍ سره وکتل، په تالار کي ورو ورو بونګی پيل سو: (( کومه ډيموکراسي؟ کومه خپلواکي؟ دا سړی څه وايي؟ زه خو هيڅ پوه نه سوم …))

د خلکو شور لا پوره نه و ارام سوی چي حاجي غټ ماما يو نری تار راپور ته کړ، بيا يې په موسکا وويل: ((ښايي تاسي به دا ارزښتناک اثر سم نه وينئ، دا د موچي ساده تار دی، خو خورا ډېر کمالونه لري، په دې تار زرګونه انسانان پر نس حلال سوي دي. کمال يې دا دی چي په ناريه او جارحه وسلو کي نه راځي، له همدې امله جواز ته اړتيا نه لري. تر ټولو ستر کمال يې دا دی چي په دې تار هر څوک حلال سي، نو هغه کافر بلل کېږي، که خپل سکه مسلمان ورور هم ورباندې حلال کړې، نو امريکايي، انګرېز یا بل کافر بلل کېږي، له دې تار سره زرګونه فتواګاني تړلي دي)). په دې وخت کي يو انګرېز جنرال اوچت سو او په جګ اواز يې وويل: (( دا تار زموږ دی او د بريتانيې په شاهي کورنۍ پوري اړه لري، څو کاله مخکي زموږ ملکې يوه پاکستاني جنرال ته امانت ورکړی و، خو پاکستاني جنرال ويل چي زما څخه القاعده وو غلا کړ،دا دی اوس مي پيدا کړ. حاجي غټ ماما به ما ته دا تار هم وړیا راکوي او هم به راته وايي چي دا تار چېري و، له چا څخه يې تر لاسه کړ او څنګه دي ترلاسه کړ؟)). د دې پر ځای چي انګرېز له ځايه پورته سي، حاجي غټ ماما پر څلورو ورغی او تار يې جنرال ته ورکړ. له دې سره سم هر چا يو وار د موچي نري تار ته وکتل او بيا يې په بېخوندۍ پر خپله ګېډه لاس تېر کړ، ورسره سم په تالار کي بد بوی سو، د غونډي برخه والو یو وار شاته وکتل او بيا يې خولو ته دسملونه ونيول.

تر څو ثانيو چوپتيا وروسته حاجي غټ ماما يو کولنګ راپور ته کړ او په لوړ اواز يې وويل: (( وګورئ دا يو عادي کولنګ نه دی، دا د مقاومت کولنګ دی چي په فرانسه کي په خاص فرمایش جوړ سوی دی، خورا ډېر کمالونه لري، په دې کولنګ د افغانستان د قيمتي ډبرو خورا ډېر کانونه را ایستل سوي دي، همدا اوس يې هم د بدخشان د لالونو، زمردو او لاجوردو بوی ولاړېږي. تر ټولو ستر کمال يې دا دی که هر چا رانيو، نو سمدلاسه ملي قهرمان کېږي)). په دې وخت کي په غونډه کي چيغي پورته سوې: ((زنده باد قهرمان ملی کشور، زنده باد نسل دوم جهاد و مقاومت، زنده باد خراسان کبير …)). تر څو چي حاجي غټ ماما نور څه ويل، نو يوه ځوان يې کولنګ له لاسه وکيښ او په ښکنځلو کي يې دا خبري کولې: ((دا کولنګ زموږ څخه ورک سوی و، هيڅوک يې نه خرڅولای او نه يې رانيولای سي، دا کولنګ زموږ دي)). د غونډي برخه والو يوه او بل ته وکتل، خو څه يې له وسه پوره نه وه.

بيا حاجي غټ ماما يو لوی پولادي ډال يا سپر راپور ته کړ، د سترګو تر کونجو يې بهرنيو ښځو ته وکتل او په موسکا يې وويل: ((دا د مدني فعاليت ډال دی او يوازي يې مدني فعالان رانيولای سي. دا ډال خورا ډېر کمالونه لري، مثلا که څوک يې د مخ او شا له خوا د شرم په ځای پوري وتړي، نو هيڅوک جنسي تېری نه سي ورباندي کولای. بل لوی کمال يې دا دی که کومي مېرمني د شرم په ځای پوري وتاړه او يوازي يو وار په ښار کي لوڅ مخ وګرځېده، نو د نړۍ هر پرمخ تللی هيواد ډېر ژر تابعيت ورکوي، خو يوه کمزوري لري، هغه دا چي د ملا لنډي او نورو کوډګرانو د جنسي تېري مخه نه سي نيولای، ځکه چي د ملا لنډي او ځينو نورو سياسي کوډګرانو مرمۍ په سر کي الماس لري او هيڅ ډول پولاد ځان نه سي ورته ټينګولای. هر چا چي دا سپر په ځان پوري وتاړه بايد ډېر ژر له افغانستان څخه اروپا يا امريکا ته ولاړ سي، بيه يې يو لک ډالره ده، خو دا ډال يوازي مېرمني او همجنس بازان رانيولای سي)). مېرمنو لا لاسونه نه وه پورته کړي چي د غونډي ټولو افغان برخه والو لاسونه پورته کړل. په دې وخت کي يو سپين ږيری سړی په ژړا له ځايه پورته سو او په عاجزۍ يې وويل: (( زه دومره پيسې نه لرم چي دا ډال رانيسم، خو ډېر ضرورت ورته لرم، ټوله نړۍ خبره ده چي څه موده مخکي د حکومت يوه لوړ پوړي چارواکي جنسي تېری راباندي وکړ، هيله لرم چي دا ډال ما ته راکړئ!)).

په دې وخت کي يوه سړي څنګ ته ناستي بهرنۍ مېرمني پر لوڅ ورانه کرار لاس تېر کړ، هغې په لوړ اواز چيغه کړه:((هلئ ما وژغورئ! دا سړی غواړي چي پر ما جنسي تېری وکړي)). يوې افغان مېرمني خپله لنډه لمن پر ورنو ورټوله کړه او په ژړا يې وويل: ((زما څخه څو واره جنسي غوښتنه سوې، خو ما نه ده منلې، زه ډارېږم چي اخير به جنسي تېری راباندي وکړي، هیله ده چي دا ډال ما ته راکړئ!)).

يوه بهرني په جګ اواز چيغه کړه: (( دا مېرمن ښه وايي! ښځو ته بايد لومړيتوب ورکړل سي، بايد دې ښځي ته ډال بيخي وړيا ورکړل سي، که نه ورکول کېږي موږ انتقاد کوو چي په افغانستان کي ښځو ته حقوق نه ورکول کېږي)). حاجي غټ ماما هيڅ و نه ويل، مېرمن ولاړه سوه، ډال يې واخيست، د شا له خوا يې په ځان پوري وتاړه او سيده له تالاره ووته.

د حاجي غټ ماما برېتونه راڅوړ او تندی يې تريو سو، خو څه يې و نه ويل، خو ژر يې ځان کنټرول کړ، مصنوعي موسکا يې پر لويو شونډو خپره سوه، بيا يې د نسوارو يو دبلی (قطی) راپور ته کړ، خلک حيران سول چي دا به څه شی وي؟ ټولو ځير ځير کتل چي اوس به له قطۍ څخه څه شی راوباسي، خو حاجي غټ ماما دا شيبه لنډه کړه او په جګ اواز يې وويل: (( دا د برېتو يو تار دی، خو ډېر قيمتي تار دی، يوه شاګرد له خپل رهبر له بريت څخه کښلی او بيا اروپا ته وړل سوی او هلته د سوسيال په مقدسو اوبو اووه واره پرېولل سوی دی. دا وېښته هم ډېري ګټي لري، يوه ګټه يې دا ده چي څوک يې د سيوسيال په اوبو اووه واره پرېولي او بيا هغه اوبه وڅښي، نو ټول پخواني چپي افکار يې له حافظې څخه پاکېږي، په اتومات ډول ليبرال او ډيموکراټ ځني جوړېږي، آن دا چي (کارل مارکس) (ادم سميت) ورته ښکاري. بل کمال يې دا دی چي په هر سياسي قالب کي جوړېږي او هيڅ وخت يې لاس نه بندېږي، د دې تار بيه لس مليونه ډالره ده)). په دې وخت کي تالار د (هورا) نارو پر سر واخیست، يوه برېتور سپين ږيره ناره کړه: ((دوولس ميليونه، پنځلس ميليونه، شل ميليونه …)) د برېت بيه وار په وار پسي لوړېده، خو يو ډنګر برېتور جنرال چي برېتونه يې تازه تور کړي ول په احساساتي او رېږدېدلي اواز وويل: (( دا برېت زموږ د رهبر فکري ميراث او زموږ حق دی، موږ پيسې نه لرو، زه دلته د ناټو له قوماندان جنرال کريسټل څخه هیله کوم چي موږ ته د دې برېت پيسې راکړي، ځکه موږ خپله لاره پرې ايښې او اوس مو د دوی د غوا تی په خوله کي دي)). د ناټو جنرال هم د (هو) په ډول سر وښوراوه او حاجي غټ ماما هم څه و نه ويل.

تر دې وروسته حاجي غټ ماما يو سرپوښلی حلبي قطی راپور ته کړه او بيا يې په خندا وويل: ((دا د چونګوښي اچار دی چي سياسي نوم يې (ګلوبل آچار) دی او خورا ډېري ګټي لري، په تېره بیا د پيسو ګټلو لپاره ډېره ښه وسيله ده، د سياسي سوداګرو لپاره ډېر ګټور دی. دا اچار که هر چا وخوړل، نو سمدلاسه به د چونګوښي په شان ژوند ورته اسانه سي، لکه چونګښه چي (ذوحياتين) حيوان دی، ياني هم په اوبو او هم پر وچه ژوند کولای سي، دغه سړی به بيا (ذوتابعتين) سي، هم به په خارج او هم به په افغانستان کي ژوند کولای سي. کورنۍ به يې له افغانستان څخه دباندي ارامه او خوندي وي، خو دی به دلته ولسمشر، وزير يا رئيس وي، بس دلته به يې ګټي او په بهر کي به يې څټي. بل کمال يې دا دی چي که په هر څومره غلا، چور، رشوت او فساد کي لاس ولري، نو د افغانستان عدلي او قضايي ارګانونه يې نه سي تعقيبولای، ځکه چي بهرنی تابعيت لکه د پير سوټي بابا تاويز له هري بلا څخه يې ساتي. د دې اچارو بيه لس ميليونه ډالره ده، ګورئ دا چانس له لاسه مه ورکوئ! که يوه پروژه مو واخيسته، نو سل ميليونه پکي ګټلای سئ! هلئ واخلئ!)).

په تالار کي شور جوړ سو، بيه په هره ثانيه کي لوړېده: دوه مليونه ډالره، درې مليونه ډالره، پنځه ميليونه ډالره، لس ميليونه ډالره… سل ميلويونه ډالره! په دې وخت کي د خلکو خبري غلي سوې. غټ ماما وويل: (( سل ميليونه ډالره والا د چونګوښي اچار وګټل، ورته مبارک دي وي)). په دې وخت کي د خلکو په منځ کي يو فولبرايټر ځوان په چټکو ګامونو راتېر سو او د چونګوښي اچار يې واخيسته.

حاجي غټ ماما په جګ اواز وويل: (( درنو آغلو او ښاغلو! لیلام پای ته ورسېد، خو يوازي درې آثار پاته دی، دلته زما سره شپږو نفرو خپل نومونه ليکلي او وايي چي دوی د دې اثارو مينه وال دي، هيله ده چي نور مېلمانه ولاړ سي او يوازي دي هغه مېلمانه پاته سي چي زه يې نومونه وايم)).

سبا په ورځپاڼو کي لیکل سوي وه چي د افغانستان يو څو سياستوالو د افغانستان خپلواکي، ملي غرور او تاريخ پر پرديو باندي يوازي په لس ميلیونو ډالرو خرڅ کړ. ورځپاڼي په بازار، کوڅو، دوکانونو، دفترونو او کورونو کي لاس پر لاس وګرځېدې، ټول ملت خبر سو، خو نه چا مدني حرکت، نه لاريون، نه اعتصاب، نه انتقاد او نه هم تشه ګيله وکړه، ځکه چي د دوی ضمیرونه د دوی سياسي مشرانو پلورلي ول.

(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.