The news is by your side.

سونډپروف پتلون / لیکوال: عبدالنافع همت

0

طنز  

دا د هغه کميسيون غونډه وه چي د ولسمشر د فرمان په اساس له وچکالۍ سره د مبارزې لپاره جوړ سوی او د څو وزارتونو او خپلواکو رياستونو له استازو څخه تشکيل سوی و. د غونډي مشر حاجي ډيموکراټ لکه د چا له سر څخه چي شپږي راکاږي د پيپسي پر قطۍ ګوتي په ځير سره تېرولې ، ايله چي دوې دقيقې وروسته يې پر کړۍ ګوته برابره سوه، د پيپسي د قطۍ ټس د غونډي ټول برخه وال ووېرول.  د پيپسۍ په څښلو سره يې لکه د واوري لېوه تر خوله توښ (بخار) وخوت، وروسته لکه غوا چي رمباړه وکړي یو لوی ټېغ يې وکيښ او بيا یې د غونډي يوه يوه غړي ته داسي په ځير ځير وکتل لکه د هوس وږی زلمی چي د ښوونځيو او پوهنتون نجونو ته په لاره کي ګوري. کله چي يې د حج او اوقافو وزارت پر استازي ستر جنرال پنجرمېن لنډي سترګي ولګېدې، نو خوله يې ويړه سوه او په موسکا يې وويل: جنرال صاحب ستاسي وزارت د وچکالۍ د مخنيوي او اوبو د سپما لپاره څه طرحه لري؟

جنرال لنډی چي تر دې مهاله د خپلي خېټي شا ته ناست و، لږ څه راوړاندي سو، څنګ ته ناستي ښځي ته يې د سترګو تر کونجو د مشتري په سترګه وکتل، لکه ميليونر خيرات خور پر شونډو يې ژبه تېره کړه او بيا يې په فاتحانه انداز وويل: زموږ وزارت له جيدو قوماندانانو، مقاومت سالارانو او مشهورو پنچرمينانو سره ډېري سلا مشورې وکړې او په نتيجه کي مو دا طرحه چمتو کړه:

۱: په مسافر پسي پاکي اوبه شیندل د مجوسيانو رواج او حرام کار دی، خو د تفدانۍ مايعات پروا نه لري، ځکه اکثره ملايان نسوار کوي، له همدې امله يې تفدانۍ ته هم د تقدس زيم وروتلی دی.

۲: په پاکو اوبو باندي استنجا وهل حرام کار دی، ځکه پاکي اوبه پر دبور او فروج باندي شيندل د اوبو ککړول او ضايع کېدل دي، بايد له پاکي لوټي او تشناب کاغذ څخه کار واخيستل سي، خو که تشناب کاغذ او پاکه لوټه نه پيدا کېدل، نو  د استنجا پر مقاماتو دي مسحه وکړي.

۳:  دا اهل سنت والجماعت د عقيدې له مخي که په خوب کي د چا باد پرې سو، اودس يې نه ماتېږي، که چا يې اواز واورېد، شاهدي يې د منلو وړ نه ده، ځکه چي شاهدي د لیدلو وړ پديده فعل دی او باد په سترګو ليدل کېږي.

۴: په افغانستان کي ټول مرګونه او وژني د کفارو د لاسوهني نتيجه ده، فلهذا که هر افغان مري او يا وژل کېږي پاک شهید دی، غسل ته اړتيا نه لري او په خپلو کالیو کي دي دفن کړل سي.

۵: څرنګه چي موټر په اور چلېږي او شيطان هم له اوره پيدا دی، نو په دې اساس موټر له شیطان سره پوره مشابهت لري، له همدې امله د موټر پرېولل حرام کار دی.

۶: څرنګه چي په احتلام ( په خوب کي د شيطان غولول) کي د انسان اراده شامله نه ده، نو که څوک په خوب کي شيطان خطاایست، غسل نه دی ورباندي واجب.

۷: څرنګه چي ماشومان د فطري ايمان له پلوه د الله (ج) بې ګناه او معصوم بنده ګان دي، نو د بلوغ تر وخته پوري د هغوی مخونه، پښې او لاسونه ورپرېولل او يا هغوی لمبول د اوبو اصراف بلل کېږي، خو که د ځينو ماشومانو سنت د پزې بهېدلو له امله ډېر سيږ سو، نو مور او پلار يې له رېګمال څخه کار اخيستلای سي.

محترم رئيس صاحب! که موږ په دې اړه د افغانستان د ټولو مسجدونو ملاامانو ته حکم وکړو چي دا موضوعات په خپلو خطبو او ويناوو کي ځای کړي، خلک يې خامخا مني، په دې ډول به په ورځ کي شل ملیونه متره مکعبه اوبه وسپمول سي.

تر دې وروسته د ښارواليو معينيت استازي بلند منزل خان شيرچور پکول پر تندي راڅوړ کړ، د توتي د مښوکي غوندي چنګ پزه يې په خپل برګ دسمال پاکه کړه او په ډډ اواز يې وويل: د ښارواليو معينيت تر ګڼ شمېر څېړنو وروسته دا طرحه چمتو کړې ده:

۱: افغانان ټول زمريان دي،  د زمري مخ چا په ځنګله کي ورپرېولی دی؟ زموږ طرحه دا ده چي تر دې وروسته بايد د ښاروالۍ ټول مامورین سهار تر راکښېناستلو وروسته خپل مخ او لاسونه پرې نه مينځي، ما د اوبو سپمال لومړی له ځانه پيل کړه، همدا نن سهار مي هم مخ او لاسونه نه دي پرېولي.

۲:  الله (ج) وعده کړې ده چي ټولو ژونديو موجوداتو ته روزي ورکوي چي په روزۍ کي اوبه هم راځي، په دې اساس وني هم ژوندي موجودات بلل کېږي، موږ په پام کي لرو چي تر دې وروسته د ښار ګلانو او ونو ته اوبه ور نه کړو، همدا د باران او واوري اوبه کفايت ورته کوي.

۳: بايد د ښار ټول حمامونه وتړل سي، خو د ښځو حمامونه دي د طالبانو د حکومت تر راتلو پوري پاته وي.

۴: ټول هوټلونه بايد خپل ټول لوښي د اوبو پر ځای په بهرنۍ پيپسي او معدني اوبو باندي پرېولي.

۵:  هيڅوک حق نه لري چي خپل موټر په اوبو پرېولي او بايد په ښارونو کي د موټر پرېوللو ټول ځايونه وتړل سي.

۵: په ښارونو کي دي ټول تشنابونه وتړل سي او بايد ټول خلک پمپر وتړي، دا دی ما خپله هم پمپر تړلی دی.

تر دې وروسته د عامي روغتيا وزارت استازي ډاکټر ګلخان بقراط شکن د خبرو نوبت راورسېد. ګلخان د حيواني طب شپږ مياشتنی کورس ويلی اوس تازه د صحي قوانينو د ارزوني رئيس ټاکل سوی و، د ښي لاس خچۍ (وړه) ګوته يې تر نيمايي پوري په پزه ننه ايسته او بیا يې په لوړ اواز وويل: زموږ د وزارت پلان په دې ډول دی:

۱: عام خلک زموږ د وزارت پر سروې ګانو ژر باور کوي. موږ څو کاله مخکي د چرګانو د والګي اوازه واچوله چي ډېر ژر ټولو خلکو ومنله، هغه وخت د وزير صاحب د تجارتي شرکت دېرش مليونه ماسکونه په يوه مياشت کي خرڅ سول، اوس هم په پام کي لرو چي د پوستکي د يوې ناروغۍ اوازه خپره کړو. غواړو اعلان وکړو چي افغانستان ته له ګاونډي هيواد څخه يو تراهګر وايرس راغلی دی، دا وايرس د ځان مينځلو پر وخت د انسان په پوستکي پوري نښلي، بيا له دې لاري له ويني سره ګډېږي او انسان په دريو ورځو کي وژني، په دې ډول به خلک ووېرېږي او ځان به نه مينځي.

۲: د رسنيو له لاري به دا پيغامونه هم خپاره کړو چي د انسان د کاليو په خيرو کي داسي باکټرياوي ژوند کوي چي انسان له هر ډول جلدي ناروغیو څخه ساتي، نو له دې امله بايد خلک په میاشت کي يوازي يو وار کالي تبديل کړي.

۳: دا مهال په افغانستان کي يو لک ځوانان په هيرويينو معتاد دي، دوی په کال کي هم ځانونه نه مينځي، نو موږ بايد د دوی درملنه ودروو، ځکه که دوی جوړ سي، نو هره ورځ به څو مليونه متره مکعبه اوبه مصرف کړي او د اوبو د سپما بهير به ټکنی سي، موږ په پام کي لرو د دوی علاج په داسي ډول وکړو چي تر علاج وروسته بيرته نشو ته مخه کړي. که دوی معتاد وي خير دی، خو بايد افغانستان له بې آبۍ څخه وژغورل سي.

تر دې وروسته د زراعت او مالدارۍ وزارت نوبت راورسېد. د دې وزارت استازي قوماندان غورک داسي ستونی صاف کړ، تا چي ويل په ستوني کي يې د بيت المال ټراکټور بند دی، تر ډېر(ټر،ټر) او (خور، خور) وروسته يې په نري اواز وويل: رئيس صاحب زموږ کار خو له حيواناتو او نباتاتو سره دی، د انسانانو په کارو چندان نه پوهېږو، خو بيا مو هم دا څو ټکي ياداښت کړي دي:

۱: لکه څنګه چي د عامي روغتيا وزارت معين صاحب وويل دا مهال په افغانستان کي يو لک ځوانان په پوډرو اخته دي، موږ پلان لرو چي په افغانستان کي د کوکنارو کښت دوه برابره ډېر سي، له دې سره سم به د پوډريانو شمېر هم دوه برابره ډېر سي، په دې ډول به يو لک نور ځوانان هم په کال کي خپل ځان او کالي نه مينځي او اوبه به وسپمول سي.

۲: دا چي اوښ لږ اوبه څښي، بايد تر دې وروسته کوچيانو ته له اوښانو پرته د نورو څارويو ساتلو اجازه ورنه کړل سي

۳: د راتلونکي مني لپاره دي د نياليګو پر ځای په ښارونو او پارکونو کي پلاسټيکي نيالګي کښېښوول سي.

اوس نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د پلان نوبت سو، د دې وزارت په استازيتوب مېرمن زرافه چناره راغلې وه. دې مېرمني تازه د ډيموکراټيک عدالت په زور له خپل زاړه مېړه څخه طلاق اخيستی او له يوه ښکلي (فولبرايټر) ځوان سره يې واده کړی و، د مخ پخوانۍ ګونځي يې تازه اوتو کړي او خورا جذابه ښکارېده، د غونډي مشر د سترګو پر ځای په خوله ورته کتل. مېرمن زرافې پوړنی راټول کړ، په دسکول کي يې واچاوه او بیا يې په ډيموکراټيکو کرشمو سره وويل: رئیس صاحب موږ تر ګڼ شمېر څېړنو وروسته دا پلان چمتو کړی دی:

۱: افغانان ځيني اضافي او بې ضرورته کالي اغوندي، لکه سدرۍ، لنګوټه، کورتۍ، چپنه، قره قلي خولۍ، پټو او داسي نور چي په پرېولو یې ډېري اوبه مصرفېږي،  موږ په پام کي لرو چي بايد تر دې وروسته ټول خلک پتلون او کميس واغوندي، په دوبي کي خو يې يو نېکر هم بس دی.

۲: د ځوانانو چارو معينيت دي د ولور غندلو کمپاين ودروي، ځکه که ولور ټيټ سي، ودونه به هم ورسره ډېر سي او تر واده وروسته خو نو ټول پوهېږو چي ډېري اوبه مصرف کېږي. د افغانستان د اوبو په سلو کي شل يوازي په غسلونو او اودسونو کي مصرف کېږي، بايد د غسلونو او اودسونو کچه راټيټه کړو.

۳: اوس خو د ډيموکراسۍ عصر دی، پخوا وختونه تېر سول چي هري ښځي به وېښتان چوټي کول، کله چي به يې وغوړول او بیا به يې پرېولل، نو دومره اوبه به يې ضايع کړې لکه يوه غالۍ چي مينځې، موږ به تبليغ وکړو چي بايد ټولي ښځي خپل وېښته لنډ کړي، هغه شاعر څه ښه ويلي دي:

جانانه زلفي مي اوږدې دي، سبا يې لنډومه

نور يې وړای نه سمه درنې دي، سبا يې لنډومه.

د مېرمن زرافې له دې شعر سره د غونډي تالار چکچکو او شپېلکيو پر سر واخیست، مېرمن زرافې غاړه نوره هم اوږده کړه او زياته يې کړه: ښځي به وهڅوو چي چادري، لوی کمیسونه او لوی پوړني لیري کړي، بس يو کمیس او پرتوګ یې بس دی. که چېري د چاپېريال ساتني رياست د هوا د ککړتيا له امله اندېښنه درلوده، بايد ټول نارينه او ښځي يو څادر او يو تنګ او ساونډ پروف پتلون واغوندي، ها دا دی وګورئ ما خپله هم اغوستی دی. دا پتلون د غږ ضد دی، نه اواز ځيني تېرېږي او نه بوی، ډېر ښه پتلون دی، په بوش بازار کي مي په سل افغانۍ رانيولی دی.

د غونډي مشر د غوړه مالۍ په ډول داړي جينګي کړې او په خندا يې وويل: آغلي دا خو ډېر ښه پتلون دی، زه هم اکثره وخت په غونډو کي ويده کېږم، خو اندېښنه لرم چي خدای مه کړه شرمنده نه سم، زه هم دغسي يو دانه پتلون رانيسم، بيا يې په لوړ اواز وويل: دوستانو غونډه په رسمي ډول پای ته ورسېده، ما ته اجازه راکړئ چي ځان ته د آغلي زرافې غوندي يو سونډپروف پتلون رانيسم، له دې خبري سره سم په چټکو ګامونو د تالار د دروازې خوا ته روان سو، څو ګامه لا نه و تللی چي په تالار کي يې پر اره، تېشه، څټک او نجارۍ پر نورو وسايلو سترګي ولګېدې، په لوړ اواز يې وپوښتل: دا شيان چا دلته راوړي دي؟ د کانو او لاسي صنايعو وزارت استازي لاجورخان پنج ټايري په غرور وويل: صاحب موږ د خبرو نه، بلکي د عمل خلک يو، دا مو نجار او دا يې وسايل. وزير صاحب راته وويل چي که هر څومره ښه پلان ولرو، خو چي چوکاټ مو نه وي ورته جوړ کړی ارګ يې نه مني، نو ما نجار او وسايل د دې لپاره راوړي چي د پلان لپاره يو د لرګي چوکاټ جوړ کړو.

د دې خبري په اورېدو سره تالار خنداوو پر سر واخيست، خنداوي دومره په زوره وې چي د چا د غوږ پردې يې ورپرې کولې، لکه څو مليونه خلک چي په يوه لوی دښت کي راټول سوي او په زوره زوره خاندي. دا د يوه برمته سوي ملت وجدانونه ول چي د زندان له پنجرو څخه يې د ملنډو په ډول پر خپلو واکمانو په زوره زوره خندل، خو د غونډي برخه وال لکه غوږونه چي يې کاڼه وي، يوه هم دا خنداوي نه واورېدې او يو په بل پسي له تالاره ووتل.

(Visited 3 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.