The news is by your side.

طنز/ محمود نظری /اف! دا بې غیرتي مو ووینه

0

خدای دی دداسې غلامي لکه د ارګ ساته

 خدای دی نه کړي چوغکه شاهین ته پاته

 ټول پوهیږي هغه  په خپل خوړو نه پوهیږي

 دا یې  سرخوړي   سینه یې سي  پک ټپوس ته  پاته

اف!  راسه زموږ دیو زورور سینګار ووینه

اف!  دهغه سیاست او دهغه کاروبار  ووینه

اف ! د هغه دا زنانه  رفتار او کردار ووینه

موږ یې ناز او ادا لیوني کړو

د سیاست  ګډایې سپلني کړو

اف !  دلته د غرب غلوکراسي ووینه

اف !  دګونډ مشرانو سپوکراسي ووینه

اف!  د لوړو افسرانو نظارکراسي ووینه

دهغو  سیاسي نڅا زړه شیني کړو

دهغو حیا او شرم مړچوني کړو

اف ! د نظام د ټانکونو او الوتکو کباړ ووینه

اف ! ددفترونوفرنیچر یې په اوږو بار ووینه

اف !د میلونونو ډالرو بهر ته وړولو چار ووینه

دي لوړ جرات د سرو غلو خندني کړو

دي ښکاره وړل دپیسو ځګر خوني کړو

اف  ! اخیرجلسه سوه د طالب  او تو نالت

اف !  دهغو سره  یې جلسه سوه چې دي افت

اف ! علي بابا او څلویښت غله دي  لوی فلاکت

دې کارو یې رښتیا توراني کړو

موږ یې دنیا ته بیا ژړغڼي کړو

(Visited 29 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.