The news is by your side.

طنز – محمود نظری/ بد بویه حلوا

0

 

 

له هغو تښته چې سجده کوي اغیار ته

 ګلان دخار پر ځای ډالۍ کوي دمار غار ته

 د  دنیاټول کارونه سر چپه دي  لکه خوب

 هر یو اول زهر ورکوي خپل  تر ټولوښه یار ته

***

نسته په دنیا کې  کوم سړی بې ګناه

 دچا لږ  څه دچا  لږ ډیره ده سزا

 یو غټ پيل ته وایي کوچنی موږک

 بل ماشي ته وایي  چوغکه یامینا

 دا لږ توپیر فرق نه کوي   ښه عاقل ته

له هغه  دي خدای ساته چې غولو ته وایي حلوا

 هم يي په مزه خوري هم خوله په ټپوي

 دغه دي په ټول بشر کې تر ټولو بې حیا

خدای دي د دغسې نجیس انسانه ساته

 چې وژل د بې ګناه بولي لکه خوړل د ګازرې روا

هغه چې ګناه ګناه بولي او توبه  نه کوي

تر هغه ښه دي چې مجاهد ته  حلاله بولي وژل غلا

بس ده  اوس په سپینه ږیره ،لږ توبه وکړه

بس لږ پیدا کړه لږ یوازې  یوه خوله حیا

 موږ وایو نیک سړی دی  هر کال عمري او حجونه کوي

 ماته داسې مالومیږي زښته ډیره ده دهغه خوار ګناه

داسې ګناهوي  دلته دولتونو او  مجاهدو کړې

چې ذکر یې نه دی سوی په هیڅ کتاب کې د دنیا

 ددنیا خلک وختل په علم لوړو اسمانو ته

موږ لا اخته یو په کیندولو خپل ورور ته د څاه

خدای دی دوی اخته کړي د اوبو د نلونو په چارو

چې پاکي اوبه ورسوي په لوړجاهدي تخنیک تر هر چا

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.