The news is by your side.

طنز-محمود نظری / جنتي یم

0

غلا کوم زنا کوم

وطن پلورم ګناه کوم

په هر کار کې یغماني یم

بیاهم  شکر جنتي یم

په دین تجارت کوم

د کافرانو خدمت کوم

دغلو سیاستوالو زیارت کوم

زه ددنیا سیاسي یم

بیاهم  شکر جنتي یم

نارې مي د وطن پلوري ووینه

د جرایمو مي آزادي ووینه

دلته مي غلا او خر سازي ووینه

زه غلام د پردي یم

بیاهم  شکر جنتي یم

زما ټپوس لوړ الوته ووینه

زما د غلا وطني  نخښه ووینه

زما د ټیغ  خوږه وږمه ووینه

خلکو ته زه روحاني یم

بیاهم  شکر جنتي یم

دهر ډول فساد ابتکار لرم

دهر ډول غلا اختیار لرم

د بې ګناه د وژلو سره کار لرم

زه ښه لوی جهادي یم

بیاهم  شکر جنتي یم

ما  ته  افغان وژنه ډیره شرینه ده

دا د امریکا ډیموکراسۍ غلا ته  اړینه ده

ارزانه تر اوبو ما ته د افغان وینه ده

زه په خدمت که دشیطان لاثاني یم

بیاهم  شکر جنتي یم

افغانه ! بیا په رایه مایه  مه غولیږه

له یوه غاره څو واري مه چیچل کیږه

په باټو د باټکانو نور مه  خرکیږه

زه دمردارو خلکو سیزني یم

بیاهم  شکر جنتي یم

(Visited 2 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.