The news is by your side.

طنز-محمود نظری / شر اچونکی

0

ځینې ان ډاګتران  مو  ذره په خپل مسلک نه پوهیږي

ځینې ان   د دښمنانو  په  څیري خښتګ نه پوهیږي

 موږ ته وايي زه په هیڅ  څه تر اوسه نه پوهیدم اوس پوه سوم

شریران وایي هغه ډانکټر دی  دتاریخ په هر کنجک ښه پوهیږي

ډیر پوه  په یو درواغ صفت خپل مور او نیا ورته ښکنځي

ساده د بل ډول ته په هغه ډول  امبولک سېدالک څه پوهیږي

دشریر یو نوی کار دا دی هر کله  دښمن په  دښمن وهي

په دي چل باندې تر اوسه هر چالاک او زیرک نه پوهیږي

***

تا ته څه رسیږي دژبو له  جنګه

ولې په زړه داسې  تور یې بدرنګه

یو واري رحمان بابا بیا جهاني

اوس دي ناشاس لومه کي بندکړ خر دنګه

تا ته په دې وطنپلوري څه رسي

اي  د تورو تیارو  تک تور سنګه

احمدشا بابا او پټې خزانې وشرمولې

ټولو وپيژندلې چې یې وطن پلور  بې ننګه

***

شراچونکې یو واررحمن بابا بیا جهاني بیا ناشناس

ټکه دي په هغه چا ولویږي چې لا نه پيژني تا خناس

دهغه هر کار دی دناخبرو په  زړونو کې اچول وسواس

هغه دی د ژبني پردو دښمنانوتیارزین کړی تور آس

امبولک سېدالک( یو ډول  زنانه نڅاه)

(Visited 91 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.