The news is by your side.

طنز-محمود نظری/ کوڼکراسي

0

مور : که دي وطن وپلوره حرامي درباندې زما شیدې دي

زوی:  ان په پور يې پلورم ما کله څښلي  ستا شیدې دي

 په ما  دي خوړلي توري چای یا دتورې ګامیښې اوبلنې شیدې دي

کله پوډري کله هم دخرې کله هم  د برګي غوا  او وزې دي

ما مه ملامته وه موري زه دي زیږولی یم تی دي نه دی راکړی

د هر چا عقل  دهغه کیږي چې يې دهغې رودلي شیدې دي

ما کابل کې پولیس ته ویل زما سمارت مبایل غلا سوی

یو بل هلته د خپل کوږ اوښ د ورکیدو نارې وهلې

دهر  چا وچي ښونډې ښوریدې چې په لاره روان وه

هر یوه د ناروا غلا او بډواخیستو  چغې نارې وهلې

وايي پخوا ټولو خلکو یوازې ملي سوچ کاوه

اوس هر کام یوازې د خپلو موشه خرو نارې وهلې

یوه رمه  د حیواناتو مي ولیده تله د ارګ پخوا

مشر یې خر و ټولو دزنده باد خرو نارې وهلې

طوطي ته مي ویل ستا څه ګټه د خره له نارو

چې تا هم په ډیر  ربړ د جرو خرو نارې وهلې

ول اوس کوڼکراسي ده لوړ ږغ  والاته هر څه رسي

ان  روشنفکر انو  هم  د زنده باد خرو نارې وهلې

(Visited 7 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.