The news is by your side.

کمونيزم مو هغسي او اسلام مو دغسي

0

عبدالنافع همت ـ
پرون د نړۍ د مشهور فيلسوف او اقتصاد پوه کارل مارکس د زېږېدو کليزه وه. د ده په مشهورو اثارو کي يو هم (داس کاپيټل) دی. دا کتاب به د ډيموکراسۍ په لسيزه کي په اصطلاح افغان کمونيستانو په کور کي ښکاره ايښی و. زما د څېړنو له مخي د خلکو د ډيموکراټيک ګوند مشران هم د دې کتاب په محتوا سم نه پوهېدل، دا کتاب يې يوازي د تظاهر او رياکارۍ لپاره په کور کي ساته او يا يې ځان داسي ښوده چي دوی د کمونيزم په تيورۍ پوهېږي. ما چي د دې ګوند له ځينو سپين ږيرو سره خبري کړي هغوی وايي چي د دې کتاب په محتوا نورمحمد تره کی، حفيظ الله امين، ببرک کارمل، عبدالرشيد ارين، دستګير پنجشېری او ډاکټر صالح محمد زېری هم سم نه پوهېدل، بلکي سمبوليکه مانا يې ځني اخيسته او يا به يې تفسير کاوه. د ثور کودتا وسوه، دا کتاب د الهام د سرچينې بڼه غوره کړه او د عملي کېدو پړاو يې راغی، خو موږ او تاسي ټولو وليدل چي تيورۍ څه وه او عملا څه کېدل. وروسته د مجاهدينو نوبت راغی، مجاهدينو هم شعار ورکاوه چي قرآنکريم زموږ قانون دی، هغه مو هم وليدل چي قران کريم څه ويل او مجاهدينو څه کول.
په افغانستان کي داسي کور نسته چي هلته دي قران کريم نه وي پروت، خو زموږ د ټولني ډېری لوستي خلک نه ورباندي پوهېږي، ځيني خلک لسګونه کلونه کېږي چي د قران کريم تلاوت کوي، خو د يوه ايت شريف په مانا هم نه پوهېږي، آن دا چي د طيبه کلمې په مانا هم نه پوهېږي. زه دا منم چي د قران کريم تلاوت کول ثواب لري، خو په قران کريم پوهېدل فرض عين کار دی. قران کريم د تلاوت لپاره نه دی نازل سوی، بلکي دا کتاب د الهی احکامو مجموعه ده، پر هر مومن مسلمان باندي فرض دی چي د دې اسماني کتاب په مانا ځان پوه کړي. که موږ په قران کريم پوه نه سو، نو څنګه به يې په ژوند کي عملي کړو؟ که څه هم نن د دې کتاب پوهېدل اسانه سوي دي، د افغانستان په ټولو ژبو ترجمه سوی دی، خو بيا هم خلک يوازي په تلاوت اکتفا کوي او تلاوت هم کم خلک کوي. موږ زرګونه داسي حافظان هم لرو چي د قران کريم په مانا نه پوهېږي او له قرانکريم څخه يوازي په ختم، تراويح، فاتحه او نکاح په مراسمو کي د پيسو ګټلو د وسيلې په توګه کار ځني اخلي. موږ بدمرغه خلک يو، کمونيزم مو هسي و او اسلام مو دغسي دی.

(Visited 30 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.