وايي، غل تل له پولیسو مخکې وي، همدا ټکی دی چې هر ځای غلا وي، خو چې پولیس ور رسېږي، ځای او د غلا نښه وي، خو غل نه وي.
کیسه داسې ده چې یو جرمني ډیزاینر داسې لباس جوړ کړی چې له کبله یې هغه محافظتي کیمرې چې تصویر اخلي، دوکه کولای شي.

تر ټولو جالبه خبره داده چې د دې لباس په ډیزاین کې هیڅ‌ډول داسې معاصره ټیکنالوجي نه ده کارول شوې چې دا کار دې وکړي، بلکې یوازې د رنګونو په برکت دا کار کولای شي.

په دې لباس داسې عجیب او غریب نقشونه کښل شوې چې تر نظر لاندې سم نه راځي او کولای شي چې د کیمرې سترګې دوکه کړي.
اوس به پولیسو او امنیتي کار کوونکو ته ګورو چې څه ډول برنامه لري چې له مخې یې د دې غلا مخه ونیسي.

سرخط ورځپاڼه