The news is by your side.

وایي نړۍ ښکلې ده

منزه غفورزۍ

0 165

 

وايي نړۍ ښکلې ده،
ژؤند ښکلى دى!
هغوي ولې دا خبره کوي ؟
آيا هغوي دا بدرنګۍ نۀ ويني ؟
دا وينې ، اوښکې ، نفرتونه، لمبې ، خاورې ،
د بارودو لوګي ، ټپونه ، وحشتونه ، ظلمونه
او قتلونه ورته ښکلي ښکاري
او که ترې ناخبره دي ؟
ډېرو خو پۀ همدې ښکلاوو کې سترګې
پټې کړې ، او د نړۍ بدرنګۍ يې هېڅ
ونۀ ليدلې، او لاړل…
ناخوښو غږونو يې غوږونه هېڅ لمس نۀ کړل..
لۀ درد سره دومره ناآشنا ول چې د پرې شوې
ګوتې کوچني ټپ ته به يې پۀ ساعتونو وژړل..
تر دې چې د نړۍ ښکلي انځورونه يې پخپلو سترګو کې
لۀ ځانونو سره يوړل..
مګر ما وليدل چې بې شمېره تلليو
خلکو د دې نړۍ او د دې ژؤند څومره بدرنګه
پۀ وينو او خاورو لت پت د کنډرونو تصويرونه
لۀ ځانونو سره يوړل…
که ژؤند پۀ رښتيا هم ښکلى وي…
نو هغو تلليو خلکو ته به څوک
ووايي چې ژؤند ښکلى ؤ خو ښکلا يې ستاسو
پۀ برخه نۀ وه، ځکه مو تجربه نکړه..!
هغوي ته به څوک ووايي چې :
دا تصوير دې بايد څيرې کړې!
ځکه لۀ غلطې زاويې دې اخېستى..
او پۀ بدل کې يې د نړۍ
ښکلې تابلو ور ډالۍ کړي…
څوک به هغوي ته قناعت ورکړي چې
تاسو سم نۀ ياست پوه شوي ؟
او که نړۍ بدرنګه وي نو څوک به هغو نورو
ته ووايي چې خپله خبره بېرته واخله!
ځکه چې نړۍ ښکلې نۀ ده! او ژؤند بدرنګ دى ؟
څوک به دې دواړو ډلو ته ووايي چې پۀ
حقه دي او که نۀ ؟
که نۀ نو هغوي به څنګه پوه شي چې
نړۍ ښکلې وه که بدرنګه ؟
د نړۍ حقيقت خو به ګونګ پاتې شي !؟

Leave A Reply

Your email address will not be published.