The news is by your side.

وینسټن چرچیل

نور احمد عایل

0 117

يوه جالبه او بهترينه خاطره، ارومرو یې ولولئ!
د برتانيا لومړی وزير وينسټن چرچېل د خپلو خاطرو په کتاب کې ليکي
کله چې ۱۱ کلن وم، يوه ورځ زموږ د ښوونځي دريو سر زورو او جنجالي هلکانو خوله راسره واچوله سخت سخت يې ووهلم او پيسې يې هم په زور راڅخه يووړې.
کورته راغلم، سترګې مې له اوښکو ډکې وې او په ژړغوني غږ مې پلار ته ددې جنګېره هلکانو د ‌وهلو کیسه وکړه.
پلار مې په ډېرتوهين امېزه ډول راوکتل او ويې ويل:
ما له تا نه م له دې اضافه هيله نه لرله ، رښتيا چې د شرم خبره ده چې له دريو کوڅه ډبو او بدمعاشو هلکانو څخه وهل خورې!
ما فکر کاوه چې زوی به مې ماشاالله تکړه او غښتلی سړی وي. سخت غلط شوی وم ،څه فکر مې کاوه چې زوی به مې داسې اشاه او ډارن وي. بس له غوسې يې سر وخوځاوه ويې ويل ورځه دا د تا خپل مشکل دی، خپله يې حل کړه.
چرچېل ليکلي: کله مې چې پلار ملاتړ او کومک راسره ونه کړ، تصميم مې ونيو چې خپله بايد خپل ځان ته لاره پيدا کړم
په لومړيو کې مې فکر وکړ، چې راځه يو،يو هلک راونيسه داسې سم پوخ یې ووهه، بيا مې ووېل ښه که بيا سره راټول شول خو سپږې به درکې مړې کړي،خو بس سل رنګه فکرونه مې کول
ناڅاپه مې دماغو ته راولوېدل چې دری پاکټي چاکلېټ واخله، وا مې واخيستل او له ځان سره مې ښوونځی ته يووړل، کله چې ښوونځی رخصت شو په دريو واړو پسې سوکه سوکه له شاه روان شوم، د دوی راپام نه و، کله چې یوې تنګې کوڅې ته ورسېدل او کراري شوه غږ مې پرې وکړ، وه هلکانو صبر وکړئ!
ورغلم خواته یې ودرېدم له بکسې مې چاکلېټ را ويستل او هريوه ته مې يو،يو پاکټ چاکلېټ ورکړل، دوی لومړی ماته ډېر په شک او حيرانتیا کتل بيا یې چاکلېټ غلي راڅخه واخيستل او مننه یې وکړه.
ماورته وويل: خوښه مو نه ده چې زه مو هم ملګری شم؟
بيا ټول په ګډه قدم په قدم د کور په خوا روان شو، معلومه شوه چې دوی په هغه کار چې له ماسره یې کړی و، پېښمانه او خجالت وو.
له هغه وروسته به موږ هره ورځ ښوونځي ته ګډ تلو، راتلو او د موږ د دوستي له امله دکال تر پايه د ښوونځي يوه هلک م چپ نشوای راکتلی، او د داسې دوستانو له امله به چا له ډاره د جنجال او بحث جرائت هم نشو کولای.
چرچېل وايي: يوه ورځ مې دا کيسه خپل پلار ته تېره کړه ، پلار مې وخندل او زما لاس یې په مينه کلک ټينګ کړ، ويې ويل: افرين زويه! د تا په اړه مې چې کوم سوچ درلود هغه اوس بدل شو.
پلار مې راته وویل: که مې هغه ورځ له تاسره کومک کړی وای تا څه لرل؟ يو زوړ او غمګين پلار او دری ځوان، غوسه ناک او غچ اخيستونکي دښمنان.
خو نن ته څه لرې؟ يو زوړ او خوشاله پلار او دری ځوان او تکړه ملګري.

Leave A Reply

Your email address will not be published.