The news is by your side.

اخلاق -لنډه کیسه

ګل رحمن رحماني

0

     د روغتون په لومړي پوړ کې اوولسمې خونې ته مخامخ د  دهلېز په لرګینه څوکۍ بې خوبه ناست وم، په همدې خونه کې مې مور له دوو نورو سپین سرو سره له څو ورځو راهیسې بستر وه، په کابل کې تازه د مني سړه هوا لګېدلې وه، خو دهلېز ډېر یخ نه و، ګوزاره یې کوله.

    ساعت ته مې وکتل، د سهار اته نیمې بجې وې، د نوو ډاکټرانو د راتګ وخت و، همدا به د پایوازانو لپاره طلايي موقع وه چې د اړوند ډاکټر پام خپل ناروغ ته را واړوي، د هغه په اړه ورته نوې خبرې وکړي او که له نرسانو کوم شکایت یا بل څه وي، ورسره شریک یې کړي، خو دې شریکولو به هم لوی زړه غوښت.

  مازدیګر مې د یوه ډاکټر له ناسمو اخلاقو او د نرسانو له بې پروایۍ رسمي شکایت کړی و، د نورو شکایت کوونکو خلاف مې خپل نوم او پته مې هم ورته بشپړ لیکلي وو، اوس په همدې فکرونو کې وم چې کوم ځای به ونیسي که نه؟

   همدا وخت کوم چا سلام وکړ، یو نوی نا اشنا ډاکټر و او بله ورسره یوه ځوانه نرسه را روانه وه، پاڅېدم د سلام ځواب مې ورکړ، راغی له یوې  پنډې دوسیې سره مې څنګ ته کېناست، خو نرسې ته یې په سترګو کې د تلو وویل، دویم ځلي یې پوښتنه وکړه

-ناروغ مو څنګه دی؟

-ناروغ نه دی، ناروغه ده، ښه نه ده.

-همم، ګرامر کې دومره نه پوهېږم، ښه کېږي اشنا، اندېښنه مه کوه، د سپینې چپنې په لستوڼي نښتي ګرد ته یې څنډ ورکړ او بیا یې وپوښتل

-ددې اتاق کوم پایواز پرون کتبي شکایت ثبت کړی، وايي چې ډاکټران ورسره سم چلند نه کوي، بد اخلاقه دي، حتی د هټیوالو نوم یې ورباندې اېښی، ته یې پېژنې؟

-هو ډاکټر صاحب ما کړئ، اوس هم په خپله خبره ولاړ یم.

په څوکۍ کې یې مخ زما خواته را وګرځاوه او تندی یې تریو شو.

-ته پوهېږې چې څه وایې، ما ویل اوس شاید د خپلو خبرو بېرته اخیستلو ته ریاست ته مراجعه وکړئ، تاسې هلته لیکلي وو چې د پوهنتون استاد هم یاست او…

-هو خبریال هم یم، له دې ځایه چې ووځم دا هر څه به رسنیو ته یا ولیکم او یا به یې ووایم، ستاسې نرسانو ددې خونې ناروغانو ته د څاوریو کلمه کارولې او دوو نورو نجونو د هغوی سر ته په لوړ غږ فیسبوکي او د خپل روغتون جنجالي بحثونه پیل کړي وو.

 د ډاکټر د تندي ګونځي ورکې شوې، بېرته یې څوکۍ ته ډډه ووهله، خپله دوسیه یې خلاصه کړه او یو وړوکی بنډل پاڼې یې را ویستې.

-ګوره استاده! داسې شکایتونه د ډاکټر صاحبانو رواني امنیت ته زیان رسوي، زه ددې تخصصي روغتون د نظارت مشري هم کوم، دا زما تازه طبي اثر دی، د طبابت د اخلاقو په اړه مې لیکلی، په ارواپوهنه کې هم پراخه مطالعه لرم، همدا اوس د تخصص وروستی پړاو بشپړوم، له ناروغانو سره د چلند په اړه مې هم یو کنفرانس چمتو او وړاندې کړی دی، یوټیوب کې یې کتلی شې، همدا اوس زموږ د تخصص استاد را روان دی، وړاندې خونه زموږ درسي ټولګی دی، هلته هره دوشنبه پوره درې ساعته درس وایو، نو موږ بد اخلاقه شوو؟

-ناچاپ کتاب مې ترې واخیست، شاوخوا یونیم سل پرنټ کړې پانې وې، ترې ومې پوښتل

-دا دې نو څه ته راوړی؟

-خپل استاد ته یې د وروستۍ کتنې او نظر لپاره ورکوم، خو بېرته به اصلي موضوع ته راشو، ستا مور د زړه او ساه بندۍ تکلیف لري، همغه ده؟

-هو، ښي لاس ته دویم بستر کې ده.

-لیدلې مې ده، پرون شپه یې اکیسجن هم بند شوی و، نږدې وه چې پور پرې کړي، خو زموږ د نظارت ګزمه ورباندې راغله او ډبه یې وربدله کړه، درته ویې ژغورله.

له مور سره مې خبرې کړې وې، پرون شپه یې تر ټولو ښه وه، یو څه خوب یې هم کړی و، هېڅ داسې کومه پېښه نه وه رامنځته شوې، حیران شوم، خو څه مې ونه ویل او ترې ومې پوښتل:

-نو څنګه به شي، دا ناروغي ښه کېږي؟

-اصلا ستونزه د سږو د فشار ده، کلیوالې ښځې یو عمر په پخلنځي کې د تناره او اور له لوګیو سره تېروي، بیا په تېر عمر کې ورته د ساه بندۍ یاني تفنس او زړه شدیدې ناروغۍ پیدا کېږي، خو خطرناکه د زړه ناروغي وي، د زړه والونه بندېږي، تازه ارقام دا دي چې هر کال شاوخوا یو میلیون وګړي په ټوله نړۍ کې

د همدې مرګونې ناروغۍ په سبب مري، له دې ناروغۍ ډېر کم کسان روغ شوي دي، حتی حیران به شې چې د مرګ او میر لوړه کچه یې برېتانیا، جرمني او جاپان کې ده چې ښه طبي خدمات هم لري.

-زما مور به څنګه شي؟

-زه څه خبر یم، خدای پوهېږي، ما درته وویل چې دا ناروغۍ خطرناکې دي، د سترګو په رپ کې هر څه بدلېږي، زما عادت دی چې چاته بې ځایه هیله نه ورکوم.

 زړه مې ولوېد، غوسه هم راباندې غالبه وه، خو اوس مې ښه وبلله چې د هغې د ناروغۍ په اړه نورې پوښتنې وکړم.

-کابل کې تر دې بل کوم ښه روغتون شته، پاکستان یا بل ځای کې څنګه؟

یوه پښه یې په بله واړوله، د تنګ پتلون له جیبه یې مبایل راویوست، خپلې فېسبوک پانې ته ورغی او په ځنډ یې ځواب راکړ.

-کوم امکانات چې دا دولتي روغتون لري، خصوصي کې نشته، خو مرګ مرګ دی، څوک یې مخه نه شي نیولی، دا ډول ناروغان چې وخوځول شي، نو مانا دا چې وژنې یې، پرېږده همدا ځای ورته ښه دی، څه ته یې وژنې.

زه هم غلی شوم، ټول وجود مې اغزي غزي شو، مور مې په سترګو کې ګرځېده، هغه پرون مازدیګر ډېره ښه شوې وه، په خپلو پښو درېدی شوه، خو هیلې مې د زړه ددغه ځوان متخصص خبرو په ناهیلۍ بدلې کړې. ویې پوښتل

-ستاسې معاشونه څنګه دي؟

-ښه دي، خو دا څنګه عاجل واټ دی چې ډاکټر په ساعتونو هم نه ورته راځي؟

  فېسبوک ته یې کتل، په دواړو ګوتو یې کوم ښځینه عکس زوم کړ او په مسخند ته ورته خندا یې ځواب راکړ

-استاد ګله! ته نه ګورې، له دې ځایه د ورځې دوه درې جنازې وځي، کله کله په ساعتونو امبولانس نه وي، ددې مانا دا ده چې ناروغان ډېر دي، ډاکټران کم دي، کوم دي هغه امکانات چې موږ دې ۲۴ ساعته همدلته پاتې شو، خصوصي کارونه لرو، بیا چې ناروغ مري، نو مري به، بس د وخت او ساعت خبره ده.

-نو موږ اوس څه وکړو؟

-هېڅ مه کوه، قرار کېنه، په څه چې ډاکټران پوهېږي، ته نه پوهېږې، موږ روغتون ته له ټولو راغلو ناروغانو سره ژمنه نه کوو چې بېرته به روغ وځی، بس دا د خدای کارونه دي، پرون په هغه عادي واټ کې یو ځوان د پښې له درده مړ شو، له بامه را لوېدلی و، چا ویل چې بېچاره به له دې ځایه تابوت کې وځي، واړه اولادونه یې په چیغو پسې ووتل.

   همدا وخت په دهلېز کې یو بل بوډا ډاکټرا له دوو نورو  ملګرو سره را ښکاره شو، زما تر څنګ ناست ډاکټر چټک ورته پاڅېده، یو کارت یې راته ونیوه، دا هم زما شخصي کتنځی دی، بیا یې بوډا ډاکټر ته په درناوی لاس ورکړ او ماته یې وکتل

  استاده! هغه شکایت واله مې هم پیدا کړ، دغه ښاغلی دی، مور یې همدې خونه کې بستر ده.

  بوډا ډاکټر راته وکتل، خپلې اوږدې وروځې یې د عینکو له پاسه کش کړې او د هغه لاس ته یې زور ورکړ

پرېږده یې، د درس ناوخته کېږي، دده لکۍ خو لا ستاسې تر پښه لاندې ده.

   څلورو واړو وخندل، راسره ناست ډاکټر د طبي اخلاقو په اړه د خپل پرنټ کړي کتاب ګډوډو شوو پاڼو ته د لرګینې څوکۍ په څنډه د بېرته ترتیب لپاره په دواړو لاسونوکې ټس ورکړ او په هغوی پسې ټولګي ته روان شو.

۱۳۹۹، د وږې ۲۳مه

(Visited 44 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.