The news is by your side.

انقلاب 

 لیکوال زلمي حلیمي 

0

ښه د باچاهۍ ژوند مودرلود جوړه غوایي، شنه فصلونه، داوبوډک کاریزونه دیمه کاری او… د کلا څنګ ته د مېلمنولویه هجره به هره ورځ له مسافرو اوغریبوکلیوالوډکه وه دبزګرومیرمني به موپه کلاکي دډوډۍ په پخولوستړې وې پروار به یې لس منه اوړه خیشته ول. زه کوچنی وم عمرمي ترنهو کالو رسیدی په ښه اوبد دومره نه پوهیدم په هجره کي به ددروازې سره نژدې دپلارڅنګ ته کېناستم نیکه مي زما ترپیدایښت مخکي وفات شوي وکله کله به په هجره کي

راټولوکلیوالو دهغه دخانۍ، مېړاني او ځوانۍ کیسې کولې پرغریبو کلیوالو او بزګرو یې د کلونو کلونو د غنموقرضونه پاته ول هغوی یې په بدله کي مزدوري او دځمکي کارونه ورکول. دنیکه ترمرګ وروسته مي دخانۍ ښه اوبد پلارته ورله غاړي ول هغه په څلورو ورونوکي ترنوروهغوپوه اوهوښیارکس یادیدي. په ولسوالۍ اولیروکلیوکي یې دقلم صفت کیده.

پلارمي خوراښه مرزا ومکتب یې نه ولوستی، خو دیني درس یې ډېرویلی و.له لریو سیمواوهجروبه طالبانوسپیني کتابچې ورته راوړې دوعا وسلام به یې ورنه غوښتل. یوه ورځ ناوخته دلویې کلا وروټکیده زه ورووتم دولسوالۍ موټرددروازې مخته ولاړ و موټروان خط راته ونیو په منډه مي پلارته راوړی هغه دهجرې کړکۍ ته ډډه لګولې وه لیک یې ولوست ښه شېبه وروسته په شونډوکي مسکی شوکاغذ یې کت کړدتوري صدرۍ دبغل جیب ته یې واچوئ. په هغه شپه یې کالي مالي سره تیارکړل مورمي پوښتنه ورڅخه وکړه

ـ خیرخودئ؟

پلارمي ورغبرکه کړه

ـ ملکري مي خط راستولی دي کابل ته یې غوښتی یم.

سهارپرسپیدوښارته رهي سو دکورسرپرستي یې مشرورورته ورپرېښووه که موکتل شپږمیاشتي وروسته په رخصتي راغلی دطالبانوشپې وې ملګری یې دکابل والي وده ته یې داستخباراتودمسوول په صفت دنده ورکړې وه څوشپې یې کورتیري کړې بیرته کابل ته ولاړ داځل یې ترشپږو میاشتوډېرعمرتېرکړ یوه ورځ غرمه دکلا دروازې ته سور موټر ودریدی دشاپه باډۍ کي یې دوه کسه وسلوال په سپینوکالوکي ولاړ ول کلیوال ټول ورباندي راغونډووپلارمي دموټردمخ له چوکۍ راشوه شودڅنګ جیب ته یې لاس کړیوه بسته شنې روفۍ یې موټرچلوونکي ته ورکړې هغه پرخپله مخه ولاړ. ماښام هجره له مېلمنوډکه وه کلیوال ستړي مشي ته راغلی ول دشپې ناوخته دولسوالۍ له بازاره دلویواوکوچنیوماشندارو ږغونه اوریده کیدل دماشومانو زني له وېري رېږدېدې کلیوال ټول وهم اخیستي ول پلارمي مشراکاته وېل

ـ نن دانقلاب لومړۍ شپه ده سبابه باچاهي پربل مخ اوښتې وې!

دشپې دوې نیمي بچې وې دکورمخي ته په مړوبتیوکي موټرودریدی له ښځواوماشومانوډک و دښارله جنګه راتښتیدلي ول په هغه شپه موکډي وتړلې پلارمي وېل

ـ که عزت غواړئ نودانقلاب په سر وپای کي به ځان ساتئ.

دسهارپرخړه موحرکت وکړدکرزي دحکومت لومړۍ دوره موله کلي اوخانۍ لېري په مهاجرت کي تیره کړه.

(Visited 44 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.