The news is by your side.

اوښکه

سمیع الله ستوری

0

منډې یې کړې. ښۍ پښه یې په کیڼه پایڅه کې بنده شوه، پړمخي ولوېده. پر لاسونو یې زور وکړ. کیناست، سترګي یې لمر ته سمې شوې. سر یې ښکته کړ. چپې ګونډې یې سوی پیل کړ. وینه ترې روانه وه. د ښي لاس ورغوي ته یې پام شو، کوچنی تېره ډېره پکې نښتې وه. شاو خوا یې وینه ترې بهېده. میږو ته یې وکتل، دوې  د غنمو د پټي په خوا روانې وې. ژر ولاړ شو. ګوډ ـ ګوډ ورپسې روان شو. خوله یې چیغې ته سمه کړه؛ خو څه یې ونه ویل. رنګ یې سور واوښت. ټول وجود یې رپېده. کړندی شو. پلن سړي چې لور یې په لاس کې و، میږې یې له غنمو وشړې. ماشوم ته راغی. ماشوم د سترګو تر کونجو لار وڅاره، تېښته ناشونې وه. په ژړوغوندي غږ یې ورته ویل:

ـ ک ک کاکا

خبره یې لا نه وه کړې. سړي په نس کې لغته ور کړه. د شا په تخته ولوېده. په ژړا شو. پلن کس لور وغورځوه. د ماشوم په نس کې یې کونډه ورکېښوه. څو څېپړې یې ور کړې. ماشوم ورته ژړل. ده پرې ور چیغې کړې:

ـ د سپي زویه، دا مال ته هره ورځ راولې هن!؟

ـ ن نه نه کوران

ـ چوپ د خنځیر اولاده. تیز ځه، که بله ورځ راغلې له سپي سره دې تړم.

ماشوم ولاړ شو. پر سترګو یې لاس تېر کړ. اوږد لرګی را واخیست. له میږو سره کړندی روان شو. خړ ګرد یې تر شا پاتېکده. خو د ژړا غږ یې لا هم اورېدل کېده.

شېبه وروسته یې میږې یوه کور ته وشړې او خپله یوې نړېدلې کلا ته ننوت. د کلا دروازه لا څه چې ځینې دېوالونه یې هم نړېدلي و. منځ یې د دېوالونو له ټوټو ډک و. یوه اړخ ته یې یوه کوټه لا پاتې وه. کوټه هسې په نوم کوټه وه. ور یې نه درلوده، اوږده پرده پرې راځوړنده وه. کړکۍ یې هم نه وه. ګرد سور یې درلوده، چې پر زاړه پلاستیک پوښل شوی و. پرده وخوځېده. ځوانه ښځه چې زړې جامې پر تن وې، راووته. ماشوم ته یې وکتل، سترګې یې له اوښکو ډکې شوې. پر سینه پورې یې تخته کړ. ښکل یې کړ. ماشوم په ژړا شو:

ـ د ښادي ګل غنم بل چا خوړلي و، ده زه ووهم.

ـ خیر زویه ،هې خوا ته نور مال مه بیا یه! خدای پاک به همداسې راته لیکلي وي. خدای د جنګ ورک کا، چې پلار دې ژوندی وای، له دې مزدورۍ به مو څه غوښتل!

مور یې خوله آسمان ته پورته کړه. سوړ اسویلی وایست. پلو یې پر سترګو تېر کړ، پاڅېده. شنه کوزه یې را وړه. پر ماشوم یې غږ کړ:

ـ غزنه راشه زویه مخ د پرېمنځه، مکتب ته لاړ شه. کتابچه مې هم درته اخیستې ده.

غزن خوشاله شو ژر یې لاس او مخ پرېمنځل. جامې یې بدلې کړې. مور په اسلینو ګوڼده او لاس ور غوړ کړل. دواړه ډوډۍ ته کیناستل. مور یې له تورې کاسې څخه سر پوښ لرې کړ. څلور دانې ایشېدلي کچالو پکې پراته و او پر دسترخوان دوې ټوټې وچه ډوډۍ ایښې وه. ماشوم کوچینۍ مړۍ پورته کړه، ویې ویل:

ـ مورې چې ستي مو د ملا صاب دغو میږې نه پوولی!

مور یې موسکی شوه، ورته کړل یې:

ـ نه زویه، چې منی پخیر پیسې راکا، تا ته یې ساتم چې درس پې ووایې او ډاکتر شې.

ماشوم وخندل، د ریخت نه جوړې شوې کڅوړې ته یې لاس کړ، روان شو. مور یې پسې غږ کړ:

ـ زویه زه میږې فصل ته بیا یم. بیا چې راغلې، راپسې راشه.

ماشوم ووت. په ټولګي کې غالمغال و. ټول زده کوونکي په خپلو منځو کې پر میستو باندې بوخت و؛ خو غزن غلی ناست و، ریختي کڅوړه یې ټینګه په سینه پورې نیولې وه. یوه شاګرد غږ کړ:

ـ معلم راغی!

ټول ژر په خپلو ځایونو کې کیناستل. په ټولګي خړ ګرد د کړکۍ پر خوا خوځیده. معلم راننوت. خو ګرد ته یې تاب را نه وړ. ووت. ښه شېبه وروسته راغلی. په کرجنه لهجه وویل:

ـ چا شوخي کوه؟

ټول غلي و. لرګۍ یې پر میز کېښود. له څو کسانو یې د تېر درس پوښتنه وکړه، ټول بې ځوابه و؛ خو یو غزن ځواب ورکړ. وروسته یې کورنۍ دندې وکتلې. یوه شاګرد ورته کړل:

ـ معلم صاب، غزن کارخانه ګي نه ده روړې.

د تختې مخ ته یې راویست. څو لښتې یې وواهه. له ښي لاس یې وینه راووته. له درده یې لاسونه ټینګ ټینګ وموښل. ورته یې وویل:

ـ معالم صاب کتابچه مې نه وه.

یوه زده کونکي را چیغې کړې:

ـ معالم صاب دا دي نوې کتابچه یې په کڅوړه کې ده.

بیا یې څو څپېړې وواهه. په ژړا شو. معلم ته یې وکتل، سترګې له قهر څخه ډکې وي. ورته ویې ویل:

ـ وځه، بیا مکتب ته رانه شې. هره ورځ کارخانه ګي نه راوړې!

په په ژړا یې ورته کړل:

ـ مع معا معلم صاب کتابچه مې نه وه.

ـ چوپ، وځه، چې بیا رانه شې!

غزن تورې کڅوړې ته لاس کړ. له وره یې شاته را وکتل. غټه اوښکه یې په کیڼ غومبري ښکته روانه وه.

پای

Leave A Reply

Your email address will not be published.