The news is by your side.

بوجۍ

لیکوال: فضل الرحمن سیرت

0

 د سهار هوا یخه لګېده، لمر خپل د وریځو له ټول شوي کاروان څخه ځان ښکاره کاوه، د هوا سکوت د لمر په وړانګو ځان بې حسه ګاڼه، د مني او ژمي تر منځ د هوا ځینې شپې یخې وې او ورځ یې د لمر په را اختلو سره ګرمې!

د سهار لمونځ مې کړی و، دا مې عادت و، چې له لمانځه وروسته، به مې بړستن پر ځان راکش کړه او ویده به شولم. په دې سهار هم ویده وم، خو د ماشومانو شور ما شور مې تر غوږو را رسېدو، دوی زما د کوټې تر څنګ په مستۍ بوخت و. زموږ کور د غره په ډډه و، وړه غونډۍ مو په مخ کې وه، نور کور مو بې دروازې او بې دېواله و.

یو هیبتناکه غږ مې تر غوږو شو، داسې غږ و، چې ځمکه یې ولړزوله، په ژوند کې مې دومره لوی غږ نه و اوریدلی، دې غږ له خوبه را اوچت کړم، بړستن مې له ځانه لرې کړه، نېغ ودریدم، سر مې را باندې وګرځېد ځان مې په ورخطايي کې قابو کړ او کړکۍ مې خلاصه کړه.

له تور لوګي سره په هوا کې پرخچې ښکاریدې، فکر کې مې عسکر را وګرځېدل، چې تېره ورځ ټانګونه راغلي و او دلته یې پوسته فعاله وله. زما دا فکر په پرلپسې د راکټونو اوازونو مات کړ، کلی یې د اور لاندې ونیوه، عسکرو ښه زړه یخ کړ.

ډېر وخت وروسته خاموشي خپره شوه، ته به وايي، چې هېڅ هم نه وي شوي.

زړه مې طاقت ونه کړ، د نورو په شان زه هم د عسکرو خواته ورغلم، د ټولو عسکرو د څېرو رنګ الوتی و، څو عسکرو د بوجۍ غوښتنه وکړه، یو هلک ته مې اشاره وکړه، چې بوجۍ راوړي، په همدې وخت کې عسکرو یو بل سره خبرې کولې، د هدیرې په غاړه له زاړه قبر سره یو عسکر ناست و، ژړل یې، بل عسکر ورته تسلي ورکوله.

د عسکر خواته ورنزدې شوم، ګورم تر څنګ یې له وینو ډک د انسان ورون پروت دی، لکه جغدي کړی چې دي وي، سوزېدلې برخه یې توره اوښتې وه، د پوستکي په ځینو برخو یې وېښتان لږ لږ ښکارېدل.

څو نورو عسکرو د ماین شا و خوا سیمه کې ګرځېدل، له لرې نه یو عسکر په لاس کې اوږد څه نیولي و، زموږ خوا چې د عسکرو قومندان ولاړ و، را روان و، چې رانزدې شو، تر زنګون پورې پښه ورسره وه، د پنجې برخه یې چرو وړې وه، نیمکله بوټ ور پورې نښتی و، له ورانه سره یې خطا کړه، یو څو نورو عسکر، هم د غوښې په لټه کې و او هم یې له سترګو اوښکې تلې.

قومندان په خبرو راغی، ویلې، شپږ میاشتې شوې، چې دې ځوان ته یې کوزده کړې وه. بیا یې سر وښوراوه او د هغه د پښو یو څو ټوټو ته یې وکتل.

د بوجۍ په را رسېدو سره، چا په پلاستیکونو کې او چا په لاسونو کې د غوښې ټوټې را ټولې کړې وې، د بوجۍ خوله یې خلاصه کړه، ور وې غورځولې، ډېره کمه برخه د بدن یې پيدا شوه، سر، یوه پوره پښه او د سینې برخه دا نه وه، د بدن کومې برخې چې پیدا شوې وې، داسې ښکارېده، چې ښه غوښن ځوان و، خو بوجۍ ته مې چې وکتل، لکه نوی زېږدلی ماشوم، چې دې په بوجۍ کې اچولی وي.

عسکرو ایم بي ټانګ چالان کړ او بوجۍ پکې کېښوده، له دوه ټانګونو سره د ښار پر لور روان شول، تر ډېره موږ همالته ولاړ و، وروسته تقریبا سل متره لرې د پښې یوه برخه پیدا سوه، چې دا یې همالته خښه کړه.

پای
۱۳۹۸/۸/۲۷

(Visited 56 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.