The news is by your side.

بي بي سي توړۍ / لنډه کیسه / بارکوال میاخېل

0

که څه هم په کلي کې به رېډیو یواځې نارینه وو او هغه هم زیاتره سپینږیرو اورېده، خو ښځو د بي بي سي نوم اورېدلی وو، ځکه یې پر خوږکۍ توړۍ د “بي بي سي” نوم ایښی وو.

خوږکۍ توړۍ به هم د رېډیو غوندې ږغېده او هم به یې تل داسې نوې خبرې کولې چې خلک به ترې نه وو خبر. اکثر خو به هغه په کورونو ګرځېده او له ښځو سره په مجلسونو کې به یې د کلي او له کلي دباندې د نورو پېښو په اړه ښځو ته نوې نوې کیسې کولې، خو کله به داسې هم وشو چې چا به کومه نوې خبره واورېده او زړه ته به یې نه لوېده، نو ویل به یې “له بي بي سي [خوږکۍ توړۍ] پوښتنه وکړئ”.

خوږکۍ توړۍ به خلکو ته د خپل وطن او نړۍ هغه خبرونه نه ورکول چې په بي بي سي یا بله رېډیو کې به ویل کېدل، هغې به د خپل کلي او خپلو خپلوانو په اړه نوي خبرونه او زېري کول، رېډیو یې بېخي نه اورېده، بلکې کله کله خو به یې خپل خاوند زمان خان اکا ته هم کاوړ (غوسه) راغی، چې هر وخت به یې رېډیو غوږ ته نیولې وو او د دې خبرې به یې نه اورېدې. یوه ورځ یې چې هغه خبره نه واورېده، نو دې خوله پر ور پرې کړه:

– په دې خواره خسته کې دې څه میندلي دې چې ما نه اورې او شپه ورځ دې دا په غوږ پرته وي.

کله چې خوږکۍ توړۍ په بي بي سي مشهوره شوه، نو د خاوند تر غوږونو یې هم دا نوم ور ورسېد او له ځانه سره به یې ویل چې ولا کلیوالو سم نوم ورکړی دی، خو مخامخ یې ورته نه شو ویلای، ځکه هغه په دې هم خبر وو چې ښځه یې په دې نامه څومره بد وړي.

د ژمي یوه ورځ چې خوږکۍ توړۍ او زمان خان اکا یو ځای د کلي په یوه کوڅه کې روان وو، په کوڅه کې څو هلکانو د بېډیو لوبه کوله، کله چې دوی تر هغوی تېر شول، له شا یوه هلک په زوره ورپسې ږغ کړل:
– بي سي سي توړۍ!!!

ږغ څه وو تا به ویل د بمبرو ګوبني ته یې کاڼی ور ویشتلی دی، خوږکۍ توړۍ د سپینږیري خاوند لاس پرېښوو او کاڼي ته یې لاس کړ:

– بي بي سي به دې مور وي، دا کوم د بې پلاره زوی را پسې نارې کړې؟

بېډیو ته ناست هلکان ډارېدلي له لوبې را ولاړ شول، کوم هلک چې ورپسې نارې کړې وې هغه سمدستي په کوڅه جاروتی او جومات ته ننوتی وو، خو دوی هم سره رېږدېدل او یوه پکې وویل:
– خوږکۍ توړۍ هغه هلک منډې کړې موږ نه یو.

خوږکۍ توړۍ کاڼی وغورځاوه او بیرته په خپل مېړه پسې ورغله.
خوږکۍ توړۍ د ډېرو خبرو، پر خلکو د زېرو کولو او د نویو خبرو عادت هم نه شو پرېښوولای او د خلکو ورکړی نوم به هم بد ورباندې لګېده، خو اخر چې هر چاته پر دې نامه په بد رد ویلو او منع کولو ستړې شوه، نو له مجبورۍ یې د بي بي سي نوم قبول کړ او بیا به نو که کوم چا د کور ور وټکاوه او پوښتنه به یې وکړه، چې دا د بي بي سي توړۍ کور دی نو هم دې به ورته “هو” کړل.

په کلي کې به چې د چا د زوی کوزده وشوه یا به یې زوی پیدا شو، نو د خبرتیا نیم کار به ټکونو (ډزو) وکړ، خو نیم کار به د خوږکۍ توړۍ په برخه وو او دې به نه یواځې هر کور ته د کوزدې او د نوي زوکړي ماشوم د زوکړې خبر ورکاوه، بلکې دا به یې هم ورته ویل چې هلک ته یې څوک غوښتې ده، ښایسته ده که نه، ټیټه ده که جګه، پلار یې نېستمن دی که شتمن، پر زوکړي ماشوم یې څه نوم ایښی او په غوږ کې یې آذان چا ورکړی او له کوم کوم کوره چا څه ورته راوړي دي.

که څه هم د کلي ښځې د یوه بل کورونو ته تلې راتلې، مګر په هفته کې که به دوو درو کورونو ته لاړې راغلې دا به ډېره وه، خو خوږکۍ توړۍ داسې ښځه وه چې د ورځې به دوو درو کورونو ته نه لاړه ارام نه ورته، ځکه خو د هر کور ښځې هم د هغې زېرو او ناویلو خبرو ته ډېرې تږې وې.
یوه ورځ ماخوستن چې زمان خان اکا له رېډیو د بي بي سي خبرونو ته غوږ نیولی وو، نو خوږکۍ توړۍ د نور کله غوندې د هغه د خبرونو اورېدو په منځ کې خبرې ورته کولې، ناببره یې خاوند- لکه چې په رېډیو کې کوم مهم خبر وو- په بیړه یې ورته وویل:

– ودره ودره جړیبو زه اوس دغه بي بي سي واورم که تا بي بي سي واورم.

دې خبرې یې خوږکۍ توړۍ سخته خفه کړه، خو څه یې ونه ویل او پټه خوله ولاړه شوه له کوټې ووته. یوه ګنټه وروسته چې بیرته کوټې ته ور ننوته، رېډیو د زمان خان اکا تر سر نړېدلې پرته وه او ږغېده، خو هغه پټه خوله وو، خوږکۍ توړۍ چیغې کړې خو زمان خان اکا بیا ږغ ور ونه کړ، لکه چې زړه یې درېدلی وو.

د زمان خان اکا له مرګه وروسته خوږکۍ توړۍ ناببره خبرې او پر خلکو د زېري کولو عادت پرېښوو، بیا به چې چا بي بي سي توړۍ ورته وویل، دې به تش دومره ورته وویل:
بي بي سي مړه شوه.

(Visited 28 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.