The news is by your side.

بڼکې وبایلل شوې

حیات ژوند

0

اوږه موده وشوه، چې په دې سوړه کې مې ځان له خلکو غلی کړی؛ خو کاش چې دا کار مې مخکې له بربنډېدو کړی وای یا مې کولی شوای. د سوړې خوله نمجنه ده، د اوبو کاسه رانه لږ څه لرې اېښوول شوې ده او کله چې غاړه وراوږه کړم، کاسه وجړپېږي، اوبو پر ځمکې شپول جوړ کړی. زه بېرته خپلې سوړې ته ننوځم، وایم بربنډ بدن مې څوک ونه ویني. د سوړې چت کې مې غڼې تار کش کړی دی، ډېر ځلې مې زړه کې راتېره شي، چې مښوکه ورپورته کړم؛ خو لاحول وکړم.

تارکښ له یوه تاره بل ته په زنګېدو ځان ورسوي، تر شا يې نری تار جوړ شي. نرۍ نازکو پښو ته يې وګورم؛ خو وروسته بیا خپلې پنجې رایادې شي. سر، مښوکه او سترګې مې تر پنجو ټيټ شي، بېرته په بوسه مښوکه سر راپورته کړم. بیا مې په زړه کې خپلې بڼکې راتېرې شي: «زه اووه رنګي بڼکې لرم، زه طاووس او د نړۍ رنګین الوتونکی یم…»؛ خو د سترګو په رپ کې پر خپلو پنجوکه کلکه ټونګه ولګوم او له ډېره درده وکغېږم.

پرون يې چې د جوارو دانې راته په یوې کاسه کې کېښووي، ما د سوړې له منځه بهر د سوړې په خوله کې وليدلې، د همدې لپاره چې زه يې ووينم او ورنژدې شم؛ خو کله چې ورنژدې شوم، لاس رااوږد شو، ووېرېدم، له ځان سره مې ویل، داسې نه چې وینه مې توی کړي، یا مې سر بوڅ له تنه جلا او په غوړیو کې مې سور نه کړي، کټ مټ لکه په خپلو منځو کې چې د یوه بل تنه غلبېل کوي یا یې سر بوڅ له تنه جلا کوي… بیا مې وروسته وروستۍ غوښتنه په زړه کې وټوکېده: «که سر مې غوڅوي، د څټ پر ځای مې دې پر غاړه چاړه کش کړي، پر غاړه د چړې په کشولو به ژر او اسانه ومرم.» زه په همدې فکر کې وم، چې پلنې او له زخو ډکې پنجې مې راشاته کړې، د سوړې پر یوه څنګ مې د لکۍ بېخ ولګېد، وکغېدم خو له اوږد لاس او مړونده مې ځان ژغورلی و. زما په کغېدا او ترپکو د غڼې جال په زوره وزنګېده. شا ته مې سر کوږ کړ، د لکۍ بربنډه غوټه غوښه په ځیږې پسخې لګېدلې وه او د خاورو سپینې کرښې پرې برېښېدلې. نیم یو ځای تار وينه له پوستکي هم راوتلې وه. د بربنډ وجود په لیدو مې سترګو ته شرم ودرېد، نور مې هم د سوړې په تیاره کې ځان ورک کړ. د شا ته ګام اخیستلو پر وخت مې وویل: «یوازې تاسې د شرم احساس نه کوئ، زه یې هم کوم، زه نن په داسې حالت کې یم، لکه تاسې چې له خپل ټاټوبي راوشړل شوئ او په پاڼو مو د شرم ځای پټ کړ او په ځان پورې مو ونیولې. له ما هم هره بڼکه ولوېدله او لپ لغړ شوم؛ خو زما او ستاسې ترمنځ توپير دی، تاسې د سرغړاوي له امله راوشړل شوئ؛ خو زما ګناه؟»

اوس چې لپ لغړ یم او په یوې سوړې کې ننوتلی یم، وایم د ژوند یوازینۍ موخه مې له خلکو تېښته ده، له داسې خلکو چې تل به يې زما په پنجو پورې خندلي… دا میراث تر ننه پورې موږ هر یو ځوروي. غور نیکه ته د روح تر دمېدو مخکې – هغه وخت چې کوچنۍ اراده يې هم نه لرله او یو کالبوت ته ورته اوږد غځېدلی و – د ښکلو اووه رنګو بڼکو تر څنګ له زخو ډکې پنجې ورکړل شوې. بیا يې د کمښت د ورپټولو لپاره ګردې تورې سترګې، کاکل او رنګینې بڼکې په تن کې ورزیاتې کړې؛ خو اوس زما برخلیک په نمجنه، دوپجنه او تورتم سوړه کې دى. دغې سوړې ته مې څلور پنځه میاشتې مخکې ځان په منډه راورساوه. ما وغوښتل، چې له خلکو ځان راوباسم، ځکه په خپلو غوږونو مې زما د غوښې د خوږوالي خبره واورېده، یوه کس يې ان خپل کونګري ته زما د غوښې د وراچولو خبره یاده کړه. دا د فنا کېدو یوازینی تېری نه و، چې راباندې شوی و، تر هغه مخکې یې هم په لومړي ځل چې دغه ژوبڼ ته – دا ژوبڼ د دوو سترو غونډویو ترمنځ دی – راوستلم، زما له تړلو پښو تاو پړی يې پر چړې پرې کړ، خو مخکې تر هغې يې زما پر مرۍ هم چاړه په ملنډو دوه درې ځلې کېښووله. زه يې یو شوارزو په خوځنده زندان کې تر دې ځایه راورسولم. زما ژوبله پښه يې چې په یوه تازي سپي یې نیولی وم او ما د ځان د خلاصي کوښښ کړی و، راوتړله. زه اوس وپوهېدم چې د دغو مخلوقاتو زړه سوی هم یوازې او یوازې د خپلې ګټې او سود لپاره وي.

پر لومړۍ شپه يې چې دلته رواستلم، دوی رانه ولاړل. زما زړه وشو، چې ګام ورپسې واخلم؛ خو سترګو ته مې پنجرې ودرېدې. ښه شېبه وروسته مې د څنګ پنجره وشرنګېده، زما سترګې له خوبه ډکې وې، پښې مې لا هم نرۍ څړیکه کوله، ورمېږ مې کيڼ اړخ ته واړاوه، د کونګ سترګې تکې شنې رډې راخلتې وې. ما يې د ښه راغلاست ځواب ورنه کړ، ځکه ټول فکر مې الوتنې ته اوښتی و. وروسته وروسته دلته په ژوبڼ کې دا احساس راولوېده، چې واک د تش په نامه اشرف المخلوقاتو په پنجو کې دی او ازادي يې له موږه له پنجرو هاخوا تښتولې ده. وروسته وروسته بیا وپوهېدم، چې دوی ځان ځمکني خدایان ګڼي او هر خدای د یوه او بل ازادي تروړي او په سپک مرګ وژل کوي.

خو څو شېبې وروسته کونګ راته په پنجو څه غله دانه د کټارې له بېخه راتېره کړه، ما چې یو شوارزو څکه هم نه وه کړې، پر غلې دانې مې د سپوږمۍ تر رڼا لاندې دومره ژر ژر ټونګې ووهلې، چې له ځينو دانو سره به مې ان شګې هم تېرې شوې. تر نیم ګېډي کېدو وروسته مې کونګ ته سر پور کړ، ويې پوهولم چې دی يې هم په یوه تازي سپي په نیمه شپه کې نیولی او دلته يې یوازې د نندارې لپاره راوړی دی، چې د هغوی وخت ښه تېر شي؛ خو ګومان کوم، دوی زموږ له لیدلو خوند نه اخلي؛ دوی زموږ له بندګۍ او زموږ د خپلواکۍ له تروړلو خوند اخلي، ځکه چې تعرض او خدايي د دوی په خټه کې نغښتې ده.

د غلې په وروستۍ دانې پسې مې خاورې شګې په مښوکه واړولې؛ خو بله یوه مې هم تر ستونې ونه رسېده. کونګ ته مې سترګې سپېرې واړولې، پنجرې ته يې ځان رانژدې کړ، راته وايي: «زړه دې تنګ دی؟»

ما ته چې همدا لنډه شېبه هم د اویا زرو کالو هومره اوږده وه، سترګې مې سره وروستلې. کونګ پر پنجرې ټونګه ووهله، بيا يې خوله خلاصه کړه: «روږدی به شې، له هر څه سره… ډېر څه به زده هم کړې: د برید نوې لارې، د ازادۍ تروړل او د خدايۍ دعوا…» خو ما بل هېڅ نه غوښتل، یوازې تېښته، له دې پنجرو او کوچنۍ نړۍ تېښته.

کونګ لکه زما په زړه چې راننوتلی وي، راته وايي: «خو اوس نه شې تښتېدی، دا پنجرې لکه د دوی زړونه داسې کلکې او سختې دي.»

زه بېرته څو ګامه مخکې د سوړې خولې ته لاړم، سړه هوا زما پر پوټکي لکه ستنې داسې لګېدلې. اوس چې شپږ ژمي مې دلته له سره اړولي دي، د ټولو ژمیو په پرتله سږني ژمي ته ترهې اخیستی یم. بربنډ وجود او له بڼکو خالي ځان… دوی ان زما د ژمي په اړه فکر هم ونه کړ، د پنجرې پر اته ویشتمې شپې یو لاس راوږد شو، پر هغې شپې مې د لومړنۍ بڼکې په کاږلو ځان خوار وګاڼه، یو بې ارادې او بې وسه طاووس، پر هماغه شپه مې تر سهاره په بایللې بڼکې پسې زړه خوږېده؛ خو دوی له ما یوه یوه بڼکه ایستله او د خپل ځان د تسکین په نیت یې په مذهبي کتابونو کې کېښووله.

د لومړۍ بڼکې په بایللو مې په پنجره کې دوه دورې ووهلې. دوی په کټ کټ وخندېدل، ګومان يې کاوه، چې زه له درده پر ځان چورلېږم؛ خو زه له درده نه؛ په خپلې ارادې پسې چورلېدم او په دې پسې چورلېدم، چې ما په ځان کې له بڼکو پرته بل څه لرل هم؟

ورو ورو زما بڼکې یو په بل پسې ایستل کېدې، نیمه شپه چې به شوه، څوکیدار به له پنجرې لاس رااوږد کړ، زه به څو ګامه شا ته شوم، خو دی به له شا راپسې راتاو شو، لاس به يې نور هم رااوږد کړ، او دوه، درې یا څلور بڼکې به يې رانه وایستلې. دا ننداره کونګ هم لیدله؛ خو ګومان کوم، زموږ دواړو برخلیک یوشان و، نن یا سبا؛ خو دواړه د یوه برخلیک پر لور روان وو.

مخکې له دې چې دې سوړې ته راشم او زه د غڼې او غڼه زما عذاب شي، له لمر راختلو سره سم مې سترګې وبرېښېدې، رنګارنګ پړک او ځلا مې سترګې واخیستلې، شېبه وروسته مې ځان د پنجرې یو بل کونج ته ورساوه، یوه بنیادم چې تر څنګ يې خورجین اچولی و، په لاس کې يې یوه ګېډۍ بڼکې نیولې وې او نیت يې لاره چې د خلکو په راتللو سره يې وپلوري.

زما پښو سستي وکړه، پر ځمکه وغورځېدم، تر غورځېدو مخکې د کونګ راپام و، په پنجرې پورې يې ځان ونښلاوه، خو زما مرستې ته نه شوای راتللی، لنډه شېبه وروسته مې وجود راتود شو، شاوخوا مې وکتل، وطن رنګه بڼکو اخیستی و، ما پخپله یوازې د مرۍ او ملا بڼکې چې د بنیادمانو نه پکارېدې او راپاتې وې، په بېخودۍ کې له ځانه ایستلې وې او له دې سره ورو ورو خلکو یوازې زما په پنجو پورې نه؛ زما په کاږه واږه ډنکر وجود پورې يې هم خندل. درې ورځې وروسته د ژوبڼ مالک له پنجرې راوایستلم، له څوکیدار او څو نورو کسانو یې سره يې «سپی» او «کونګری» یاد کړ. ما فکر وکړ، چې زه د یوه بدذاتي جنس ګوله کېږم، د داسې یوه موجود چې زما ژوند یې لولپه کړ؛ خو نه پوهېږم، چې ولې له خپلې ارادې واوښتل، دوی بېرته ازادي راکړه؛ خو د ازادۍ بیه يې له ما اخیستې وه. اوس مې ځان پخپله یا په ناارادي توګه یا هم له مجبورې دغې سوړې ته تبعید کړی یا تبعید شوی یم؛ خو کله چې ازادي نه وي، اراده نه وي؛ هر څه خپل ماهیت له لاسه ورکوي، زما بڼکي هم زما د بايللي ماهيت نښه ده.

پاى

(Visited 97 times, 1 visits today)
Leave A Reply

Your email address will not be published.