The news is by your side.

بې کسي-لنډه کيسه

سیدرحمن فقيرزی

0 137

سړي سوړ اسويلی وکيښ ؛ چونډۍ نصوار يې خولې ته واچول؛ په چورتمن انداز يې وويل:

 بې کسي سخته وي ؛ بيګاه مې ولاکه سترګې سره ورغلې وي ؛ يوچارک ځمکه خرڅه شوه ؛يو بل پاو يې هم ورباندې؛ د خټګر ستار کورته به ورغلې وې خبره به دې ورياده کړې وه.

ښځې د ټوکری پيڅکه پزې ته يوړه:

-چې خدای يې نه کړي نه کيږي؛ دوه ښځې مو ورته کړي خو دده يو زوی دوه نه شوو.
سړي خپله پګړۍ پر ځمکه کيښوده ؛ شاته پر اېښي سرويږدي يې څنګل ولګوله :

نجلۍ هم ښه وي زموږ که ريدي ګل بې وروره و خو بيا هم ښه وه کورکې خو به د نجونو ژړا وه ؛ زما له هغه کوره بيخې کرکه کيږي چې د ماشوم ژړا پکې نه وي .

ښځې وويل:

-د خټګرستار ښه لورده خو هغه به يې کله په بنو ورکړي؟

-ورکوي يي ورته ووايه چې ولور به ښه زيات درکړو.

ښځې کړکۍ ته وکتل او په ورو غږ يې وويل:

هغه دی ريدي ګل راغی
سړي له ښځې وپوښتل
-ملا انور څه ويل؟
ښځې ورغبرګه کړه:

-هغه ويل چې يو پوسه يې دوا دی، يو پوسه چې راوړی کال ته به مو د لمسي په غوږ کې اذان کوم.

سړي په قهرجن غږ وويل :

هغه ته خو مو چې ښاپيرۍ هم وروستې وه ويل يې تاويز پرې شوی او کال ته به يي په غيږ کې زوی پروت وي او بيايي په خپله ويل چې زوی ته دې بل واده وکړه ښځه يې عيبي ده .

هغې غوښتل څه ووايي چې زوی يې خونې ته راننوت.

په څادر کې تاو کړې پلاستيکي کڅوړه يې د وره څنګ ته غورځار کړه.

ښځې غږ کړ:
چای راوړئ

ريدي ګل په ځړيدلې سر وويل:

نه يې څښم.

سړي او ميرمني يې له يو بله نه د اشاري په ژبه وپوښتل چې دا ولې؟

دواړو په حيرانۍ سره يو بل ته داسې وکتل چې ګواکې نه پوهيږي.

ريدي ګل ځړيدلی سر ناست و.

څه شيبه ټول سره غلې وو.

خو ښځي په ورو غږ چوپتيا ماته کړه:

دومره چورت مه واهه خدای مهربانه دی، يوه ټوټه ځمکه به خرڅه کړو بل واده به درته وکړو.

ريدي دګل د خپلو لاسونو د ګوتو ټکونه و ايستل؛ پاس يې وکتل او په ورو غږ يې وويل:

– مه ځمکه خرڅوي او مه بل واده راته کوي .
سړي خپلې مخې ته ايښې تفتداني را واخيسته نصواريې تو کړل؛غا ړه یې تازه کړه او په پوښتونکې انداز یې ور وکتل؟

ځوان وويل: ادې هغه وخت مې هم درته ويلې وو چې دويم واده نه کوم خو تا سو دواړه ونه منله.

هغه له اسویلي سره په مل غږ زياته کړه :

-ما هغه وخت څو واري وويل چې د خدای امر به نه وي خو تاسو نه منله خو نن بيا درته ووايم چې بل واده نه کوم .

پلار يې غوښتل څه ووايي خو هغه د خبرو وار ترې واخيست.

زه چې کله د جومات مخې ته د توت له ونې را ولوېدم نو بيا عيبې شوم

بيا يې خپلې مور ته مخ ورواړا وه:
– ادې ته مې څو ځلې وويل چې بل واده نه کوم او همدا يو زوی مې بس دی.
ما د ادې خبرې بابيزې ګڼلې خو خبر نه وم چې بله ورځ يې خوږې راباندې وپاشلې.
زما او ښاپيرۍ خو همدا حال و خو ادې مماڼه هم د بې اولادۍ په اور وسېځيله .

ځوان د وره څنګ ته اشاره وکړه.

اوس مې دوا اخستې ډاکټر ويل اميد شته خدای مهربانه دی.

پای

Leave A Reply

Your email address will not be published.