The news is by your side.

تنهایي پرسته (لنډه کیسه)/ امنه عزیزي

0

تیارې یې خوښېدې، که څه هم کور کې برېښنا وه، خو د برنډې څراغ یې روښانه نه کړو، په برنډه کې په پروت کټ کې کېناستله، په تیاره شپه کې سپوږمۍ هر ځای خپله رڼا لوروله، خو د کور په انګړ کې ګڼو ونو، د سپوږمۍ رڼا لاندې نه راپرېښودله، په تیاره کې یوازې د کتاب د پاڼو اوازونه اورېدل کېدل، چې اړوي یې، ښاسیته شېبه تېره شوه، خو تیاره کې یې یوازې د کتاب پاڼې اړولې را اړولې.

ناڅاپه له خپل ځایه پورته شوه، خدای خبر څه ور په زړه شوي و، پر زنګېدلو قدمونو د صالون په دروازه دننه شوه، په صالون کې پورته منزل ته په تېرو شویو زینو کې یې ارام ارام پلونه اخیستل، د صالون د څراغ په رڼا کې یې پر دېوال سیوری جوړېده، په سیورې کې په لاس کې پیاله او پر سیني پورې نیولی کتاب ښکارېده، پورته منزل ته پر ختو هلته پر چوکۍ کې کېناستله.

د آسمان سپوږمۍ یې د کتاب پر تورو رڼا لوروله، د سپوږمۍ رڼا ته یې پر کتاب سر ځړېدلی و، شونډې یې سره خوځېدې، په لاس کې یې د نیولې پیالې څخه د قهوې ګرم تفت خوت، د آسمان ستوري ورته مسک و، یخ باد یې پر خلاصو وېښتو منګولې لګولې، د سپوږمۍ رڼا یې پر دېوال تصویر جوړوه او باد ړنګوو…

شېبه وروسته ورېځو د اسمان پر سینه څادر وغوړاوه، د سپوږمۍ رڼا یې ونیوله او ستوري هم د ورېځو تر څادر لاندې نه ښکارېدل، ناڅاپه د آسمان زړه را ډک شو، ښه ډېر وورېد، آسمان زړه تشولو او هغې له اسمانه پر ځمکه د رالوېدونکو څاڅکو آوازونو ته غوږ اېښی و، سترګې یې پټې کړې، تندی یې ګونځې شو، شونډې یې سره ورانه شوې او د خپل راتلونکي نامعلوم برخلیک ته اندېښمنه برېښېده.

(Visited 18 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.