The news is by your side.

جنډه

نورالله غازي

0
ښځې له خپل ورور سره بدل کړی و، خپله پیغلوکې لور یې وراره ته ورکړې وه او خپل ماشوم زوی ته یې ماشومه ښایستوکې ورېره په نامه کړې وه. د دوو کلونو راهيسې دا لومړی ځل و چې چې د ښځې زخمي زړه کې هوس راپورته شوی و. دسمال په لاس کور ته په خوښۍ روانه وه چې زوی یې مخې ته ورغی، هغه یې غېږې ته راجوخت کړ، پر مخ او تندي یې لیونۍ لیونۍ مچې ترې واخيستې، له دې سره په خیالونو کې ډوبه شوه، خپل زوی ورته لوی شو، ګورګوتي ويښته، سپينه خولۍ پر سر، توره ګڼه مونډۍ ږيره، غټ بريتونه….. یو ځل بیا یې غیږه خلاصه ګړه، زوی يې وروړاندې شو، د زوی ويښته يې د مور په تړمو اوښکو لانده شول.
 زوی ته يې په ژړغونې غږ وويل:
ــ  راځه زويه! پلار ته دې هم مبارکي ورکړو.
ځوانه ښځه په داسې حال کې چې زيړوکې اننګي يې پر اوښکو مينځل شوي وو، د کور پر ځای د لوړې غونډکۍ خوا ته روانه شوه. دا مخکې او زوی يې ورپسې شاته روان و، له زوی سره يې د کلي موسکي ماشومان هم ملګري شول، ټول په ځوانې ښځې پسې شاته روان وو، ځوانه ښځه هدېرې ته  ورپورته شوه، د خاورين قبر شناختې يې په تېږه په زوره زوره وټکولې او پرې نارې يې کړې:
ــ  اې خياليګره! اې ځوانيمرګه…. ستا يوازيني زوی ته مي دسمال راوړ! درته مبارک دي وي، مبارک، مبارک….
وروسته يې د زوی د کوژدې دسمال پرانيست، په داسې حال کې چې غمي غمي اوښکې يې په ډک دسمال کې څڅیدې، ميوه يې پر ماشومانو وويشله او خالي دسمال يې د خپل ځوانيمرګ میړه پر خړه لکړه کې جنډه کړ.
پای
(Visited 22 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.