The news is by your side.

دوزخ/ محمدخالص ادیب

0

د خپل وجود ننداره مې کاوه، اور لټ په لټ اړاوه، له هډوکو مې غوښې څڅېدې، هېڅ درد مې نه احساساوه، د اور شدت ورو په ورو زیاتېده، خالي هډوکې مې پاتې شول، هغو هم خپل خاصیت له لاس ورکړ، تکه تور واوښتل، د سر کوپړۍ مې په لغته ووهله، د ویښتو اېرې باد ترې یوړلې، له ورمېږه مې سر جلا شو، وغړېد. د ګوتو بندونه مې له نظره تېر کړل، ګونج ـ ګونج و، د نوکونو نښې نه په کې ښکارېدې، شاوخوا مې له نظره تېره کړه، چوپه ـ چوپتیا وه، بېرته مې وجود ته ورنږدې شوم، له پښو نه تر سره ورو ـ ورو ورباندې وختم، ټول هډوکي مې میده ـ میده کړل، یوازې د مټو هډوکي مې نه ماتېدل.

***
باڼو مې له یو بله وشلول، د لاسونو په څټ مې سترګې وموښلې، سوړ ارګمی مې وایست، له سینې مې بړستن لرې کړه، ورو مي په ځای کې راپورته شوم، د ګوتو ټکونه مې وایستل، ورمېږ مې یوې او بلې خواته قات کړ، د ستړیا احساس مې کاوه، شاوخوا مې له نظره تېره کړه، لږ وړاندې مې مور پرته وه، نور په کوټه کې بدون له تیارې هېڅ نه و، بېرون ته مې نشوای کتی، هماغه د خپل وجود د سوزېدو شېبه مې په ذهن کې هک پاتې وه، موبایل ته مې لاس وراوږد کړ، د سکرین رڼا مې سترګې وسولې، څو شېبې وروسته ورسره عادت شوم، چراغ مې روښانه کړ، ټول وجود مې له نظره تېر کړ، شکر مې ادا کړ چې روغ یم؛ خو باور مې نه راته، چې زه د روغ وم، په توره شپه کې مې د مخ څو دانې سیلفي واخیستل، بیا هم وجود مې راته اېرې ښکارېده، همدا شېبه راته داسې ښکارېده لکه روح مې چې راسره تمثیل کوي لکه ما چې غولي. له کړکۍ مې بېرون وکتل، سپوږمۍ مې له نظره تېره کړه، د ستورو په منځ کې نڅېده، سترګې مې پټې ـ پټې کېدې، کلمه به مې ووویل بېرته مې په ځان باندې بړستن کش کړه.

***
په اوږده تونل مې سترګې ولګېدې، ورو ـ ورو ورروان شوم، ښه نږدې ورغلم، اور په کې بل و، شنې سترګې، اوږده ویښته، په قد جګو کسانو انسانان ورټېل وهل، وجود مې ولړزېد، په اور کې مې د هډکو د سوزېدو ـ لکه د نریو لښتو  ـ ټکاری اورېده، زه نه پوهېدم، له ځانه سره مې همدا ویل:

  • لکه چې ستا نوبت دی

په همدې فکر کوم، غږ مې تر غوږ شو:

  • ته څه له دلته راغلی یې؟

له ډېرې ورخطایيي مې غږ ولوېد، ګونګی شوم، هېڅ مې خبرې نشوای کولای. بیا وویل شول:

  • آیا د دغه کسان په حال خپه شوې؟؟؟

زړه نا زړه وم، نه پوهېدم چې څه ووایم. دا وېره راسره وه، که ووایم چې «هو» بیا به مې څه رقم کوي؟ که ووایم چې نه؛ بیا به ما څه رقم کوي؟ د دوی ننداره مې کاوه، زړه مې په چاودېدو و، ژوره ـ ژوره ساه مې اخیسته، مور مې غږ راباندې وکړ:

  • عزیزه! عزیزه!

په ورخطا مې وویل:

  • ښه شوه چې راویښ دې کړم

د اوبو جګ ته مې لاس کړ، مور مې بېرته غلې شوه، ګیلاس مې له اوبو ډک کړ، شونډې مې په ژبه تېرې کړې، خوب مې وتښتېد، له کوټې راووتم، سګریټ مې له جیبه راواخیستل، لیټر ژیړه لمبه وکړه، تریخ دود مې دماغونه وسوځول، له ونې لاندې د بمبې په ژۍ ناست وم، فیسبوک مې له نظره تېر کړ، په متن مې سترګې ولګېدې:

  • د کابل په زنبق څلور لاره کې د تېر کال چاودنې له امله ورک شویو کسان کورنۍ له حکومت څخه دمړیو جسدونه غواړي

و مې خندل، په ګیبورد مې ګوتې کېښودې، څو جملې مې ولیکلې، بېرته پښېمانه شوم، له ځانه سره مې وویل:

  • ورکه

باد ولګېد، د یخنۍ احساس مې وکړ، د سګریټ پلټر مې له پښه لاندې کړ، په سکرین مې ګوته کش کړه، په تصویر مې سترګې ولګېدې، کور ړنګ و، وړوکې پښه مالومېده، ښه ورته متوجې شوم، وړوکې وه، تقریباً اوه اته کلن ماشوم به و، په عکس مې کلیک وکړ، ورته لیکلي و:

  • وحشت نور څنګه وي وحشت؟؟؟

بل عکس مې ولید، حیوانات تر خاورو لاندې و، په  ړنګ دیوال مې سترګې ولګېدې، یوې مور په غېږ کې دوه ماشوم کلک نیولې و، د ژور خپګان حس مې وکړ، له ځانه سره مې وویل:

  • هغه دوو کسانو چې لمبو ته کسان ورغورځول، د همدغه حالت تعبیر به وي؟

هېڅ خوب نه راته، خوبونه مې وتښتېدل، له انسان څخه مې کرکه شوه، په انسانیت باندې مې لعنت ووایه، ځان ته مې ورتف کړ، موبایل مې جیب ته کړ، لاس مې مخ ته ونیول ښه شېبه مې مې وژړل وژړل وژړل اوښکې مې پاکې کړې، بمبه مې ووهله مخ ته مې یخې اوبه ور واچولې بیا یوه شېبه غلی وم زړه مې راډک ډک کېده بېخي له ځانه سره خجالت وم، همدا مې ویل:

  • ولې څوک د بل چا ژوند واخلي ولې څوک بل چاته دوزخ شي.

پای

(Visited 31 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.