The news is by your side.

د جنګ نه په کرکي او نفرت کې لنډه کېسه

سید عبیدالله نادر

0

اخیستنه د فیسبوک د ملګرو څخه او ما خپله د پښتو ادب په اوړو کې اغږلی ده ، او د انتباهی کلیماتو په ګاڼه می سمبال کړې .

نور نه غواړم چې جګړې ته لار شم او جګړه وکړم ،او دا نیت می د دې د پاره نه دی ، چې د مرګ څخه ایریږم ،او یا د خپل ښځي او ماشومانو سره د مینې له وجهی ده.

که رښتیا رانه وغواړې ، او رښتیا راباندی ووایي وروسته له دي چې د دښمن یو سر تیری می ووژنه ، د هغه د جیبونو په پلټنه کې شوم ،او یو څو عجیب شیان می پیدا کړل ،چې د هغو په لړ کې ، یو کاغذ می بیاموند چې په وینو لړلی وو ،او پرې لیکلي وو (پلاره د هغي ورځي څخه چې تا یواځي پری ایښی یمه ،هر سهار تر د لمر ډوبیدو پوری په وره کې تا ته سترګي په لاره ولاړ یم ،پلار جانه ! په خدای که دا وار بیا راوګرځي ،او بیا راشې ،تا کلک په غیږ کې نیسم ،او نور اجازه نه درکوم چې بیا لاړ شی ) هماغه وو ، چې د وجدان غږ می واورید ،او په دې پوه شوم ،چې ما څومره عظیمه ګناه او خطا کړې ده،

     دا به تر څومره لمر خاته او لمر ډوبیدو پوری د پلار په انتظار سترګي په لاره پاتي شي ؟ د خدای لعنت دي پر جنګ وي ،هغه جنګ په تیره چې داسی یو نیازبین ماشوم ،د پلار د مهر او محبت غیږی نه بی نصیبه او محروم ګرځوی.

(Visited 36 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.


cheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap jerseys