The news is by your side.

د خدای دښمن ؟ لنډه کیسه

لیکنه: فضل الرحمن سیرت

1

د جنازې د ادا کولو لپاره ډېر خلک راټول شوي و.
سیمه لویه وه، فرشونه هوار و, د لرې ځایونو څخه راغلي خلک په ځانګړو ځایونو کې ناست ول.
رشید یوې خبرې ته ډېر حیران و او په زړه کې یې ډول ډول پوښتنې تلې را تلې،چې ولې داسې کوي؟
شا وخوا یې وکتل، د یو چا په لټه کې و، د ناستو خلکو نه لرې یې یو نفر په نظر راغی، رشید ورنږدې شو او سلام یې پرې واچوه!
مطیع الله لاس ورکړ او نور غلی و، د رشید خو په زړه کې پوښتنې ډېرې وې.
مطیع الله د ده یواځینی ملګری و، چې په کلي کې به یو ځای سره ګرځیدل.
رشید مطیع الله ته په نرمه لهجه ورو وویل:
و هلکه !
جان محمد ته ګوره، چې دی د خپلو وریرونو سره نن د خپل د تره د زوی مړي ته راغلی دی، دا بیا څنګه تربور دی، چې په نه خبره سره وران دي، کله چې پر لاره تیریږي یو بل نه مخ اړوي ته به وایې چې یو بل کې یې وژلي وي؟
چې اختر شي یو بل کره نه ځي.
په جنازه کې د خلکو له شرمه دلته راغلي دي او اوس هم یو بل سره نه غږیږي.
تر ټولو خو ما دا زوروي، چې جان محمد په نه خبره د اووه ورونو او وریرونو سره یو ځای د خپل جومات نه هر څه را ګرځولي، هغه جومات چې دوی په خپلو لاسونو جوړ کړی دی، نه لمانځه ته ورځي، نه ماشومان سبق ته ورلیږي او نه د جومات له امام نه ناخبره دي، حق هم نه ورکوي.
مطیع الله سر ټیټ نیولی و، د رشید پر لور یې مخ را واړاوه او په ډېر خوشیني انداز یې ورته وویل، چې هغه ورځې مخکې د تره زامنو بیا ورته د کلي مشران ورلیږلي و او خبره یې بیا ورته رد کړه!
ښا نو دا اوس له تره زامنو سره دښمني ده، که له خدای سره؟

(Visited 58 times, 1 visits today)
1 Comment
  1. Ziaulhaq Seend says

    ډېر ښکلی

Leave A Reply

Your email address will not be published.