The news is by your side.

د خندا ارمان – لنډه کیسه /محمد نعمان دوست

0

په دواړو منګولو یې د اوږو سرونه ور ټینګ کړل او بیا یې داسې ټکانونه ورکړل لکه د کور ټولې ښیښې چې یې ماتې کړي وي. د سترګو کاسو ته یې تروې اوبه ور ننوتې، پوزه یې کش کړه او ویل یې: خندا پسې دې مړه مړه یم، خو ستا شونډې بیرته نشوې. ستا خندا مې آن د لسو ماشومانو په منځ کې سيي کوله. چې له انګړه باندې به دې وخندل، پوه به شوم چې زما شوخک یې. دا څه وشول؟ بیګاه هم چوپه خوله، تیره شپه هم خاموش او پسې ورتیره شپه هم ګنډلې خوله ، اخر ولې!؟
یو ناڅاپه شرنګ شو. پیشو د پیالو ډک پتنوس کې پښه کیښوده. میرمنه نیغه ځای کې کیناسته،کلمه یې تیره کړه او لړزې پسې واخیسته. اخوا دیخوا یې وکتل، ټول خریدل. ورو یې شړۍ لرې کړه، انګړ ته ووتله. سپوږمۍ منځ انګړ ته راغلې وه او د دیوالونو پر سرونو چرګان غلي غلي ناست وو.
ورو یې له تناره غټ چایبر را پورته کړ، لوټکه (کوزه) یې ترې ډکه کړه او ژر ژر یې اودس وکړ. برنډه کې پر جاینماز ودریده، نفل یې وکړل او بیا یې اوږدې دعاوې وکړې؛ خو ویره او هیبت ترې لرې نشو. خپله بستره کې وغځیده، اړخ په اړخ اوښته. پورته شوه، غلی یې ټیمي بکس پرانیست، یوه جوړه کالي یې ترې راوویستل. ځان سره یې بړستنې لاندې وغځول. ورو ورو یې پرې داسې لاس واهه، لکه زوی چې یې له کاره ستړی ستومانه راغلی وي او خوا کې یې ویده شوی وي.بیرته یې کالي قات کړل. خپل ځای ته یې و رسول. له المارۍ یې یو کوچنی جام راواخیست. پر جام ایت الکرسي لیکل شوې وه. له اوبو یې ډک کړ. څه یې وڅښلې او په څه یې ګوتې لمدې کړې. ګوتې یې مخ او ګریوانه ته ونیولې، پرانیستلې او حلقه کولې یې او د اوبو څاڅکي یې پر ځان پاشل.
لږه شیبه وروسته بیا په احتیاط انګړ ته ووتله؛ خو دا ځل سپوږمۍ تللې وه. هره خوا تپه تیاره وه. څو ګامه یې برنډه کې واخیستل او بیا خپل ځای ته راغله. شیبه وروسته، له نږدې جوماته د اذان غږ راغی، میرمن ارامه شوه. ورو – ورو یې ویره کابو شوه.
له لمانځه وروسته تر ډيره په اوږده سجده پریوته، بیا یې لاسونه لپه کړل غټې غټې اوښکې یې د مخ په ګونځو کې تاویدې را تاویدې. پورته شوه، کوزه یې له اوبو ډکه کړه او بیا یې لور ته غږ کړ: هدیرې ته ځم. نن شپه دې ورور هیڅ خوب ته نه یم پرې ایښې او بیا همداسې ووتله.
شاوخوا ګڼ تازه قبرونه وو. څه اوږده، څه متوسط او څه لنډ. د یوه متوسط قبر خواته ودریده. د قبر پر سر شنې ګیاه ته یې اوبه ورکړې او بیا شناختې ته داسې نږدې کیناسته لکه په غوږو دروند سړی چې پر کټ پروت ناروغ خولې ته غوږ ښه نږدې کړي.
پر قبر یې دوه درې ځلې لاس راکش کړ، لکه قبر کې چې یې ساه پو کړې وي. لکه د قبر بندیوان چې بیرته ژوندی شوی وي. خبرې یې ورسره شروع کړې:
زویه،
و زویه!
زما خنده رویه زویه، ولې بدل شوې؟ ستا خندا پسې مرم. خوب ته مې راشې، خو غلی یې. خپه یې، مرور یې، اخر ولې؟
لکه خپله ګناه چې ور معلومه شوي وي، سترګې یې ټیټې کړې: زویه، ته د کار نه وې. ته مې باید مکتب ته لیږلی وای. اوف غریبۍ….که تا په هغه ورځ میله ځای کې خستې ( زړي) نه خرڅولی ولې به…. سلګیو پسې ونیوله. له شناختې یې لاسونه چاپیر کړل، لکه له بیخه چې یې راکاږي، لکه بیرته چې خپل زوی د خاورو له غیږې راپورته کوي. کټ مټ د هغه وخت په څیر چې انګړ کې به کله پړمخې ولوید دې به ورمنډه کړه ژر به یې پورته کړ او بیا به یې تر ډیره سینې پورې جوخت نیولی و.
چوپه چوپتیا وه. لکه ټول مړي چې د دې مور خبرو ته غوږ غوږ وي. میرمنې شناخته ښکل کړه، همداسې یې پرې سر ځوړند نیولی و چې سترګې یې پټې شوې:
جمیل غوښتل مور ته څه ووايي؛ خو جرئت یې نشو کولای. تر ډیره یې سترګو ته غلي غلي ورکتل، خو د مور فشار مجبور کړ، نو کیسه یې پیل کړه:
مورې!
هغه ورځ دې یاده شي؟ هغه ورځ چې شاوخوا غوڅ شوي هډونه پراته و. هغه ورځ چې بې ککرو جسدونه خوځیدل. هغه ورځ چې پر جسدونو اور بل و، لکه دیوان چې میله کوي او د میلي لپاره یې انسانان سیخانو کې ورکړي وي.
مورې!
هغه ورځ دې یاده شي. هغه ورځ چې سرونه له تنو جلا پراته وو. هغه ورځ چې هیڅوک نپوهیدل کوم اندام د کوم بدن غړی دی.
مورې!
زما مې خپل بدن ته پام و، چې له درز سره ټوټه – ټوټه شو. لاسونه مې هوا ته والوتل، خدای خبر چیرته به تللي وي. پښې مې بله خوا لاړې. سر مې له مخ سره دوه ځایه شو، نیم ورک شو او نیم…
مورې هغه ورځ چې یې زما تابوت تاته درسپاره، ما ډير در وکتل. ما غوښتل چېغه کړم او ووایم چې تابوت خالي دی. یوازې نیم مخ مې پکې دی، خو وویریدم. ما ویل هسې نه زړه دې وچوي.
مورې!
ستا ګیله په سترګو، خو زه څنګه خندلی شم؟ خندا ته خو پوره مخ په کار وي.

د کب ۱۳مه، ۱۳۹۷ ، جلال اباد

(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.