cheap nfl jerseyscheap jerseys from chinacheap mlb jerseyscheap nhl jerseyscheap jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nfl jerseyscheap mlb jerseyscheap nhl jerseys
د خوبولی واکمن پای – afghansabawoon
The news is by your side.

د خوبولی واکمن پای

احسان الله ارینزی

0
وايي چي يو وخت په کابل کې داسې يو واکمن د واك پر ګدۍ ناست و چې ټوله شپه او نيمه روځ به ويده و. دغه واکمن چې په خېټه او خوب مين و، د ځان په څېر مشاورين او وزيران او والیان درلودل چې د (ميم زور ما، ټول د ما) تر شعار لاندې په مزو چړچو بوخت وو او ځينې خو په ټوله دنيا هم نه مړېدل.
وايي چې هغه وخت انګريزان په خپلو هغه چوڼيو کې چې د پېښور په شا او خوا کې وې، ښه سمبال شوي او په تمه وو چې ژر به جلال اباد او کابل لاندې کړي او خپلي هغه سيمي به چې لمر هسي هم نه په کې ډوبېده، نوري هم پراخه کړي.
اوس نو وګورى يوې خوا ته ويښ انګرېزان چې د يرغل له پاره يې شېبې شمارلې او بله خوا په کابل کې داسې يو خوبولي واکمن چې ټوله شپه او نيمه روځ به ويده و او د خپلو غوړه مالانو په راپورونو به خوشاله و چې په ټول ملک کې کراره کراري ده او هېڅ مخالف باد نه الوزي!
وايي چې يوه روځ خوبولي واکمن له خپلو يو درجنو مشاورينو څخه پوښتنه وکړه چې ختيځ لوري ته څه خبرې دي او په تېره بيا يې د انګرېزانو تپوس وکړ چې چېرته دي او څه کوي؟ وايي چی يو درجن مشاورينو چې د واکمن په شهرناپرسان کې ښه پړسېدلي او په مزو بوخت وو، واکمن ته معروضه واوروله چې خداى دې ستا سيورى زموږ او د دې ولس له سره نه کموي، داسې کراره کراري ده چې مرغۍ هم پر نه وهي او خلک ښه او روځ ستا د روغتيا، سلامتي او خوشاليا له پاره دعاوي کوي او همدا نارې وهي چې عمر دې ډېر شه ټولواکه!
وايي کله چې واکمن دا خوږې خبرې واورېدې، نو امر يې وکړ چې پسونه څملوي او کبابونه جوړ کړي!
د راوي له قوله واکمن اونۍ وروسته بيا د ختيځ لوري پوښتنه وکړه، يو درجن مشاورينو او د پوځونو برېتورو ورته وويل چې د ظل الله په مُلک کې کراره کراري ده؛ خو انګرېزان لږ په مخ خوځېدلي او په چل ول يې تخته بېګ، کمکي خيبر، تورخم او ډکه نيولي دي؛ خو زموږ باتوره وروڼه په مېړانه جنګېږي او ژر به انګرېزان بېرته له پېښوره هاخوا په شا وتمبوي!
وايي چې واکمن مسک شو او فکر يې وکړ چې له ډکې څخه کابل ته ډېره لاره ده؛ ځکه يې يو درجن مشاورينو ته امر وکړ چې کبابونه او شرابونه برابر او مېله جوړه کړي چې د ډېرم دروه کارونو ستړيا ليرې او زړونه ښاد کړو!
راوي وايي چې اونۍ وروسته واکمن ته خبر ورغى چې انګرېزان جلال اباد ته ننوتلي، چوڼۍ ورته سلامي شوي، په مُلک کې ګراني ډېره شوې او خلک خپه ښکاري. وايي چې واکمن بيا يو درجن ارشد مشاورين او څو درجنه عادی مشاورین وغوښتل او له دوى څخه يې د رښتيا- درواغو پوښتنه وکړه. مشاورين به په داسې شېبو کې سمو ځوابونو ته پوره چمتو وو، د واکمن د خوشالولو له پاره په ملا کړوپ شول او و به یی ويل چې لويه مشره زمړږ مخالفینو وويل او تا ومنل!! سل جلال اباده دې ستا تر يوه وېښته ځار وي، خداى دې ټول جلال اباد په اوبو ويسي، ته خو يوازي جلال اباد نه لرې، مزار لری، هرات لری او کندهار او خوست او غزني دي خداى لري!
وايي چې خوبولى واکمن لږ خوشاله شو، مخ ته يې بيا وينه ورغله، يو درجن مشاورينو ته يې لاسونه وپړقول او امر يې وکړ چې هلئ شراب او کباب او شباب! دنيا دوه روځې ده، هغه شېبې چې تېرېږي بېرته نه راګرځي!
وايي چې يو درجن مشاورينو له خپلو غټو_غټو خېټو سره منډې کړې چې د واکمن دا حُکم، درباريانو ته ورسوي او ځانونه د شپې خمار ته چمتو کاندي!
راوي وايي چې اونۍ وروسته واکمن بيا له خپلو يو درجن مشاورينو څخه د ختيځ لوري پوښتنه وکړه. مشاورينو لوى واکمن ته خبر ورکړ چې دا شين سترګي انګريزان د بلاوو په شان دي او په څه چل ول له جګدلک او چکړيو څخه تېر شوي او د څرخي پله او خورد کابل په سيمو کي دېره دي؛ خو دوى واکمن ته ډاډ ورکړ چې اوس نو دوى خپله ډګر ته وځي او انګريزان به داسې سبق ورکی چې په اټک او پنجاب کې به هم تم نه شي او خپله لاره به ورکه کړي!ۤ
وايي کله چې خوبولي واکمن دا خبرې واورېدې، پوښتنه يې وکړه، چې څرخي پل او خورد کابل چېری دي؟ يو درجن مشاورينو ځواب ورکړ چې ډېر ليرې دي مشره! دومره ليرې چې د ښکاري غشى نه شي ورسېدلاى او له دې ځايه په سترګو هم نه ښکاري!
وايي چې واکمن بيا خوشاله شو، مخ ته يې وينه ورغله، لاسونه يې وپړقول او يو درجن مشاورينو ته يې وويل چې منډه کړى، شراب, کباب, شباب او رباب برابر کړى! جينکۍ وغواړى چې وناڅي او د زړونو زنګ واخلي!!
راوي وايي چې يو درجن مشاورينو وځغاستل چې د واکمن احکام په ځاى کړي او د شرابو، کبابو، شباب او رباب غم وخوري او ځانونه د يوې ښايسته شپې تېرولو ته چمتو کاندي!
په هر صورت وايي چي بل سبا خوبولي واکمن له اته څلوېښت ساعته خمار، خوند او خوب څخه وروسته نوى راويښ شوى وو، که ګوري چې د ښار له ځينو برخو څخه لمبې او لوګي پورته کېږي او د ډزو غږونه راځي!
راوي وايي چې خوبولي واکمن لومړى فکر وکړ چې ويده دى او خوب ويني؛ خو ژر پوه شو چې خلک د ارګ په منځ کې هم لور په لور ځغلي او تروره ښکاري.
وايي چې واکمن کړکۍ ته ورغى چې د باندي وګوري، ناڅاپه د ده په سترګو توره شپه شوه او هغه انګريزان يې وليدل چې د ده د ماڼۍ مخی ته ډله ولاړ وو!!
راوي وايي چې واکمن چيغې کړې او وې ويل چې هلى لوی مشاورين او ارشد مشاورین او سوپزسکیل مشاورین او عادی مشاورین او د مشاورینو مشاورین او هغه د مشاورینو خپلوان احضار کړی؛ خو د حرم يوه ساتونکي ورته وويل چې مشاورينو ستاسو په امر، د خزانې سره او سپين پورته کړي او د شپې تښتېدلي دي!!!
وايي چې د واکمن سترګې تورې شوې، د تېښتې لاره يې بنده وليده او بېسده پريوت.
×××××
دا تاريخي ډوله کيسه مې ځکه وليکله چې اوسنى واکمن تری پند واخلي، د خپلو مشاورينو او د هغوی د مشاورینو په خوږو خبرو خطا نه شي. اوس خو شراب او کباب او شباب په ښکاره نه معلومیږی؛ خو چې د مصلحتونو د ناکامه تګلارې په لومه او د څو-څو درجنه مشاورينو له لاسه، د همغه خوبولي واکمن په سرنوشت اخته نه شي!؟؟.
کېداى شي چې دا کيسه ګئ به رښتیا نه وي؛ خو رښتيا غوندي جوړه شوې ده!
(Visited 35 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.