The news is by your side.

د درد  یوه کیسه

سید عبیدالله نادر

0

د فیسبوک د مرکو څخه د یو خبریال د هغه ماشوم سره چې دی په مدرسه کې وو ، او ټوله کورنۍ یې د طالبانو له خوا وژل شوي وو ، تاریخ مي د مرکي نه دی یاد خو په دي څو کرخو کې خورا د زړه درد پروت وو ، ځای او محل هم په دې مرکه کې ذکر نه شو، خو ما دا د غم داستان ولیکلو،

ماشوم په مدرسه کې وو چې ټوله کورنۍ یې په شمول د لیري اونژدې خپلوان په یوه شپه کې وژل شوي وو، خبریال په داسي حال کې ورسره مرکه کوله چې ګڼ شمیر خلک د ماشوم او خبریال تر شا او خوا راچاپیر ول ، خلک ټول د مخه دې صحنې ته ژړه غونې وو ، خبریال ډیری پښتنې د کوچنې یارمحمد نه وکړې ، خو د ماشوم روحیات ډیر قوی وو ، خبریال وویل چې پلار او مور او نور خپلوان دې څه شول ،کوچنې یار محمد وویل: هغوي ووژل شول ، نو ټولو ګرد چابیره خلکو دستمالونه سترګو ته ونیول ، بیا یې ترې پشټنه وکړه ،چې ته بیګاه چيری وي وي ویل : زه پلار او مور می مدرسي ته لیږلی وم ، کله چې خبریال ترې سوال وکړ چې نو ته به بیګاه شبه چیری تیروی ، نو خلکو ځانونه نور نه شو ټینګولای په ژړا یې پیل وکړ : کوچنې یار محمد هیڅ ځواب نه درلود ، د ده چوپتیا نور هم خلک وزړول ،ټولو په خپلو ژړاه ګانو کې خپله د زړه له کومی همدردی د کوچني یار محمد سره وښوده ، زه نه پوهیږم چې بیګاه شپه به د ده چیرته وي ، دی د مدرسې نه تر کوره پوري، هم یتیم شو او هم یسیر ،او خویندي او ورونه یې هم د لاسه ورکړل ،ځینو اکا ګانو یې چې باید د ده خوارکوټي سر پرستي کړي وای هغوي

هم په همدې شپه له مینځه ولاړل ، کوچنې یارمحمد پاتي شو او د فاني دنیا لوبي.

Leave A Reply

Your email address will not be published.