The news is by your side.

د غوايي اتمه

ګل ولي ارین

0
بچیان مې وږي ول، له پرونه رادیخوا غله خلاصه وه، ښار ته وتل او مزدوري کول له مرګ سره لوبې وې، له یو اړخه د ماشومانو لوږه او له بله اړخه ښار کې ۷ حکومتونه، چور، وژنې او …
خو خیټه عذر نه مني، غم وي که ښادي، ډوډۍ درڅخه غواړي.
د ښار حالت راته مالوم وو خو څۀ مې کړي وای، بچیانو مې ډوډۍ غوښته. توکل مې وکړ، خپل ټکسي موټر مې چالان کړ او مزدوري ته ووتم.
میوند واټ ته پر غځیدلي سړک ورو ورو روان وم،  یو ځوان د درېدلو په پار لاس راته جګ کړ.
ودرېدم، د موټر ښيښه مې ټیټه کړه، وه یې پوښتلم؛ که خوشال خان مېنې ته دربست راسره لاړ شې، څو روپۍ به واخلې؟
وۀ مې ویل سل روپۍ. بې له دې چې د کرایې په سر چنې راسره ووهي کیناست.
له نیم ساعت مزل وروسته خوشال خان مینې ته ورسېدو،  پوښتنه مې ځنې وکړه وروره! سیلو سره کوزېږې؟
ویل یې نه، له سیلو وړاندې هغه پاټک ګورې، هلته مې ورسوه.
پاټک ته په رسېدلو مې د کوزېدو ورته وویل، سړي په زوره زوره وخندل، ویل یې؛ چاته وایې چې کوز شه، ماته؟ زما په علاقه کې ما باندې امرونه کوې؟
دۀ لا خبرې پای ته نه وي رسولې چې پاټکیان ملګري یې له ټوپکو سره له پوستې راووتل، یو یې له موټره کلي وباسله، بل یې زه لۀ غاړې کش کړم او له موټره یې لاندې وغورځولم، خپله د موټر په بانټ کېناست. وه یې ویل وایه! دا موټر په څو اخلې؟
وه مې ویل امر صیب! دا خو زما خپل موټر دی، څنګه یې په څو واخلم؟
په غوصه یې راغبرګه کړه، مخکې ستا وو خو اوس زموږ دی، ووایه! په څو یې اخلې؟
عذر مې ورته وکړ، زارۍ مې ورته وکړې، پښو ته ورته ټيټ شوم، د خپلو ماشومانو له لوږې مې ورته وویل خو دوئ ته یې توپیر نه درلود.
یوۀ یې ویل، ځه ورکېږه چې بیا دیخوا رانشې او نه د موټر نوم واخلې. بل ملګري یې ورغبرګه کړه، داسې په اسانه یې څنګه پریږدې امرصیب!  اوهوووو دا څومره د خوشالۍ خبره ده چې زموږ له پاټکه ژوندی کور ته ځي، په دې خوشالۍ کې خو  باید یو رقص راته وکړي.
ټیپ یې چالان کړ، زۀ له یو عالم اندېښنو او ویرې سره ګډېدم، دوئ خندل او چکچکې یې راته وهلې.
پای
(Visited 37 times, 1 visits today)

Leave A Reply

Your email address will not be published.